د ښاري حکومتوالۍ آمریت په نوښت د شپږګونو ناحیو په کچه د تجربو د انتقال د لړۍ په لومړۍ برنامه کې د لومړۍ، دوهمې او دریمې ناحیو مسؤلینو د څلورمې، پینځمې او شپږمې ناحیې ګذر وکيلانو او متنفذینو ته مخامخ د خپلو کړنو معلومات ورکړل او د دوی پوښتنې يې ځواب کړې.
پیل کې د ښاري حکومتوالۍ آمر محمدالله شېرزي د یادې برنامې پر ارزښت او مهموالي مالومات ورکړل.
شېرزي ووېل؛ مالوماتو ته لاس رسی او پر وخت دوی ته د حساب او مالوماتو ورکول د ښاریانو حق دی او موږ د مسؤلینو په توګه مکلف یو، څو ښاریانو ته د خدماتو او حساب ورکونې په برخه کې خپل مسؤلیت ادآ کړو.
نوموړي دوی ته ووېل؛ چې ښاروالي مرکزي رهبري په بشپړ ډول ستاسو همکاره او ملاتړې ده، چې ستاسو د قانوني کړنو په اړه به موږ بشپړ مسؤلیت ادآ کړو.
وروسته د لومړۍ، دوهمې، دریمې ناحیې مدیرانو د خپل مسؤلیت په ساحه کې د تر سره کړیو کارونو، لاس ته راوړنو او هم د راتلونکو پلانونو په اړه مالومات وړاندې کړل، چې ورپسې د نورو ناحیو ګذر وکیلانو او منتفذینو پوښتنې مطرح کړې.
د یادې برنامې څخه هدف په کاري او مدریتي ساحه کې د تجربو انتقال، د خپلو کړنو ښودل، د مدریتي اړخ تقویه کول او هم اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د ستونزو حلول دي، چې په راتلونکي کې به یاده لړۍ په منظم شکل په نورو ناحیو کې هم تعقیب شي.
د یادې برنامې په پای کې د برنامې ګډونوالو د ښاري حکومتوالۍ آمریت څخه د دې ابتکار مننه وکړه، چې دوی ته يې د تجربو د انتقال یاد فرصت را منځ ته کړی دی او د مسولینو له لورې ډاډ ورکړل شو، چې د تجربو د انتقال یاده برنامه به په څلورمه، پنځمه او شپږمه ناحیو کې هم ترسره شي.
د چنګاښ/۱۵مه/۱۴۰۰