د دوشنبې په ورځ ښارونو کې د پانګونې برنامې له لورې د ښاروالۍ کارمندانو ته د کمپیوټر په برخه کې د لومړۍ دورې فارغینو ته د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د ښاري حکومتوالۍ آمر د یادې برنامې د مشرتابه مننه وکړه، چې د رغنیزو پروژو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم کار کوي او د تکنالوژۍ پرمختګونه د کارمندانو سره شریکوي، چې په ورځینیو اداري چارو کې ترې ګټه واخلي.
نوموړي د لومړۍ دورې له فارغینو غوښتنه کوله، چې په دوامدار ډول سره ورته تدریس شوي پروګرامونه تعقیب او د ورکړل شویو ویډوګانو یې کار واخلي او ضمن کې ورسره دفتري کارونو کې په ورځني ډول دغه پروګرامونه عملي او ښاریانو ته پرې خدمات وړاندې کړي.
د CIP برنامې ولایتي مسول انجینر نوید د برنامې اهداف روښانه کړل، چې په پنځو ښارونو کې د رغوونې او ظرفیت لوړونې په برخه کې کار کوي، ترڅو ښاروالۍ په پخپلو پښو ودریږي او د برېښنایي سیستمونو په ترویج سره د عوایدو د فرار مخه نېول شوي وي او پر وخت ښاریانو ته خدمات عرضه شي.
د ظرفیت لوړونې برخې مسول عبدالروف خوستي له قوله، چې د ښاروالۍ نږدې پنځوسو کارمندانو ته د یوې میاشتې په موده کې د کمپيوټر زده کړې ورکړل شوي او پدې موده کې ورته اړین پروګرامونه او د انټرنېټ سره بلدتیا او ورڅخه ګټه اخېستنه تدریس شويدي.
د یادونې ده، چې د ښاري حکومتوالۍ آمریت په چوکاټ کې د CIP برنامې لخوا د ظرفیت لوړونې برنامې دوام لري، چې د دویمې دورې درسونه یې هم پیل شوي او په نورو برخو کې هم دغه لړۍ روانه ده، چې مرکز او نورو ولایتونو ته د تجاربو انتقال په موخه کارمندان لېږل کیږي.
د چنګاښ ۱۴ مه – ۱۴۰۰