په یاده ناسته کې د ښاري حکومتوالۍ آمر محمدالله شېرزي د موسیسي د استازو ستونزې واورېدې او په اړه يې د حل لارو موندلو ډاډ ورکړ.
د ښاري حکومتوالۍ آمر ښاغلي محمد الله شېرزي د ابرار موسیسې د اډوکسي کميټې له غړو څخه مننه وکړه، چې په ښار کې د ننه شته ستونزې يې مخامخ له دوی سره شریکې کړې.
دغه راز استازو په ځېنو برخو کې د ښاروالۍ کړنې وستایلې او له خپله اړخه يې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ښاري حکومتوالۍ آمرشېرزي د ابرار موسیسې له راغلو استازو مننه وکړه، چې ستونزې يې له دوی سره شریکې کړې.
ده یادې ستونزې نوټ او د خپل مسؤلیت په ساحه کې يې شته سهولتونو ته په اشارې سره ووېل چې خوست ښاروالي مکلفیت لري، څو د ښاریانو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او د یو منظم ښار او ښاري چاپیریال د رامنځ ته کېدو لپاره د ښاریانو دنده دا ده چې ښاري اصول پر ځان ومني او هم يې نورو ته ور وپېژني.
د چنګاښ/۱۴مه/۱۴۰۰