د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


د ښاروالۍ ویب سایټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

3 Jul 2021  
د ښاروالۍ ویب سایټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

خوست ښاروالي د رسمي ویب سایټ څخه برخمنه شوه

د شنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ له لورې جوړ شوی ویب سایټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو، چې ښاریان په ټولو ښاري مسایلو کې ترې ګټه اخیستلی شي.

د ښاري حکومتوالۍ آمر محمدالله شېرزي د ویب سایټ پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او هغه یې د ښې حکومتوالۍ په تامین، د مالوماتو په وخت خپرولو او زخیره کولو کې موثره وسیله یاده کړه، چې لوستونکي ترې هر وخت د اړتیا وړ دقیق مالومات لاسته راوړلی شي.

د نوموړي پر وینا، چې دا مهال په ادارو کې د الکترونیکي حکومتوالۍ په وسیله ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوي او ښاروالۍ، چې خدماتي اداري دي؛ ښاریانو ته په وخت باید د اطلاعاتو وړاندې کولو کې له دې وسیلو څخه

استفاده وکړي.

د ښاروالۍ وارسي کوونکي انجینرعظیم الله د ښاري حکومتوالۍ آمریت او مالوماتي تکنالوژۍ مدیریت له مسولینو مننه وکړه، چې پدې برخه کې یې زیار وویست او ښاروالۍ ته یې دا ویاړ ور وباښه او ترڅنګ یې د اړونده څانګو څخه غوښتنه وکړه، چې په وخت ورسره د اړتیا وړ مواد او مالومات شریک کړي، ترڅو ویب سایټ کې ځای پر ځای او پرې غني کړل شي.

دغه ویب سایټ په دریو ژبو (پښتو، دری او انګلیسي) سره ترتیب شوی، چې د ښار، ښاروالۍ، پروژو او نورو برخو کې د مالوماتو څانګې لري او ترڅنګ یې د ښاروالۍ له لورې داوطلبۍ، د دندو اعلانونه او د عامه پوهاوي نور مهم مسایل خپروي او ښاریان کولی شي، چې خپل نظرونه او شکایتونه په انلاین ډول سره ثبت او وړاندې کړي.

د چنګاښ ۱۲ مه – ۱۴۰۰

لینک: https://khost-m.gov.af/pashto/

 

 

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ
لمر

12:00 ب‌ظ
لمر

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي