د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


تفریح ځایونه او پارکونه

29 Jun 2021  
تفریح ځایونه او پارکونه

تفریح ځایونه او پارکونه

خوست د معتدل اقلیم او زیات اورښت له مخې نسبت نورو ولایتونو ته زیاتې شنې ساحې او په غرنیو سیمو کې د طبیعي ځنګلونو او ورشګانو لرونکی ولایت دی، چې خلک یې د مناظرو څخه د میلو او سیل په موخه استفاده کوي. په ښاري ساحه کې د ښاروالۍ له لورې په وروستیو څو کالونو کې د پام وړ پارکونه او تفریح ځایونه د خپلې بودیجې او خصوصي سکتور پر مټ رغول شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

په ښاري ساحه کې میلمه کوټ، فارم باغ، پروژې باغ پخواني باغونه او تفریح ځایونه دي، چې د کرنې او اوبو لګولو ریاست ملکیتونه دي او کالونه وړاندې رغول شوي، خو په اساسي ډول یې رغونه نه ده ترسره شوې او تفریح دپاره مساعد نه دي، خو د جمعې په ورځ او نورو ملي ورځو کې ترې ځوانان ګټه اخلي.

د دې ترڅنګ د ښار په مرکزي برخه کې حکیم تڼیوال پارک، ببرک خان پارک، سولې پارک، استقلال پارک، ښځو پارک، سپین جومات ترڅنګ پارک، شرقي پروژې پارک، د تڼیو اډې ترڅنګ پارک، ازادۍ مېنې پارک، ځوانانو پارک، د جرګو تالار ختیځ ته پارک، د فیض محمد خان څلورلارې شمال ته پارک، د ښاروالۍ تفریحي غونډۍ (تفریحي پارک)، د ازادۍ مېنې شمال ته تفریحي غونډۍ (د ځوانانو ملي پارک) او د ښار په شپږګونو ناحیو کې د تفصیلي پلانونو مطابق نور واړه او لوی پارکونه شتون لري، چې ډېری یې رغول شويدي.

غواړو، هغه پارکونه او تفریح ځایونه، چې په اساسي ډول سره جوړ شوي او یا تر کار لاندې دي، مالومات یې درسره شریک کړو:

  • غازي ببرک خان پارک: غازي ببرک خان پارک د لومړۍ ناحیې په ۱ ګذر کې موقعیت لري، چې په مجموعي ډول سره (6918 m2) مساحت لري او د ښاروالۍ له لورې د (7,668,562)افغانیو پانګونې سره خصوصي سکتور ته ورکړل شوی، چې د هوټل او موټرو تمځای ترڅنګ د ناستي او ساعتیرۍ ډول ډول لوازم او ځایونه پکې جوړ شوي او ښاریان ترې د تفریح په موخه ګټه اخلي.
  • سولې پارک: نوموړی پارک هم د لومړۍ ناحیې ۱ او ۲ ګذرونو کې پروت دی، چې (20600 m2) مساحت سره د خصوصي سکتور پر مټ په (10,000,000) افغانیو پانګونې سره په قرارداد ورکړل شوی او په یوه برخه کې یې د شاهي دربار په نوم ځانګړې ساحه جوړه شوې، چې دې پارک ته یې ښکلا وربښلې ده.
  • حکیم تڼیوال پارک: حکیم تڼیوال پارک د څلورمې ناحیې ۱ ګذر د پروژې باغ ساحه کې شتون لري. نوموړی پارک په ټولیز ډول (96000 m2) مساحت لري، چې د ښاروالۍ له لورې د یوې ښې او سرسبزه ساحې د جوړولو په موخه د (17,805,069) افغانیو سرمایه ګزارۍ سره په قرارداد ورکړل شوی او د زون په کچه یو تفریح او ساعتیرۍ ته جوړ پارک دی. په دې پارک کې د جومات، موټرو تمځای، هوټل، دریو معیاري لوبغالو ترڅنګ د ساعتیری بیلا بیل وسایل او توکي لګول شوي، چې په عادي ورځو او ځانګړو مناسبتونو کې سلګونه هېوادوال ورته راځي.
  • استقلال پارک: نوموړی پارک بیا د دریمې ناحیې په ۲ ګذر کې شتون لري. (8840 m2) مساحت لري، چې د ښاروالۍ میلمستون ختیځ ته د ښاروالۍ له لورې پخوا وختونو کې په اساسي ډول جوړ شوی، خو داچې هلته امنیه قومنداني پرته ده، نو د امنیتي ملحوظاتو په اساس ښاریان نشي ورتللی او خاص میلمانه او نظامي کسان ترې ګټه اخلي او هم د ښاروالۍ سرسبزۍ مدیریت په یوه برخه کې ورڅخه د ګلانو او زینتي بوټو په روزلو کې د کوریې په توګه استفاده کوي.
  • ښځو پارک: دا هم د ښار د مهمو پارکونو له جملې څخه دی، چې د دویمې ناحیې ۱ ګذر کې موقعیت لري. مجموعي مساحت یې (75 m2) دی او نږدې درې کاله وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني په شفاهي هدایت ښځو چارو ریاست ته سپارل شوی، خو د تنظیف او پاکوالي په برخه کې ښاروالۍ ورسره کار کوي.
  • فیض محمد خان څلورلارې شمال ته پارک: نوموړی پارک هم د شنو ساحو په لړۍ کې د دویمې ناحیې ۲ ګذر کې موقعیت لري، چې د (4077 m2) مساحت په لرلو خصوصي سکتور ته د (21,457,313) افغانیو پانګونې سره د ښاروالۍ له لورې په قرارداد ورکړل شوی او د غرفو ترڅنګ پکې شنې ساحې او ساعتیری ځایونه برابر شویدي او ښاریان ترې ګټه پورته کوي.
  • جرګو تالار ختیځ ته پارک او تم ځای: دا ساحه هم شنو ساحو په لړۍ کې قرار لري، چې ټولیز مساحت یې (8120 m2) دی او د ښاروالۍ له خوا خصوصي سکتور ته د (18,037,792) افغانیو پانګونې سره په قرارداد ورکړل شوی، چې په لاندیني پوړ کې یې د موترو تم ځای او پاس شنه ساحه جوړه شوېده.
  • سپین جومات ترڅنګ پارک: دغه پارک هم د دویمې ناحیې په ۱ ګذر کې پروت دی، چې ټولیز مساحت (3061,18 m2) دی او دا هم خصوصي سکتور ته د (21,964,663) افغانیو پانګونې سره په قرارداد ورکړل شوی، چې د پلان مطابق رغنیزې چارې شويدي.
  • شرقي پروژې پارک (لکڼو آډې پارک): نوموړی پارک هم د دویمې ناحیې ۴ ګذر کې شتون لري، چې د (5524 m2) مساحت په لرلو سره د خصوصي سکتور پر مټ (17,093,060) پانګونه باندې رغول شوی، چې د کاپي شاپ ترڅنګ پکې نورې برخې جوړې شوي او شنې ساحې او خوراک څښاک څخه یې ښاریان ګټه اخلي.
  • د ځوانانو پارک: د ځوانانو د سپورتي کمپلکس په ډول سره د شپږمې ناحیې ۱ ګذر کې موقعیت لري، چې (16625 m2) مساحت یې دی او د ښاروالۍ له لورې په قرارداد ورکړل شوی، چې دا مهال پکې د پلان مطابق کارونه روان دي او تر ډیره سپورتي بڼه لري او تفریح دپاره هم پکې ځایونه مشخص شویدي.

پورتني پارکونه او شنې ساحې اوس مهال د ښاروالۍ عایداتي سرچینې دي، چې لکونه افغانۍ عواید ترې ښاروالۍ ته جمع کیږي.

  • تفریحي پارک: تفریحي پارک(تفریحي غونډۍ) د څلورمې ناحیې په ۲ ګذر کې پرته شنه ساحه ده، چې مجموعي مساعت یې (910000 m2)دی او د ښاروالۍ له لورې په ډول ډول ونو پوښل شوېده. پر نوموړي غونډۍ باندې د ۱۳۹۵ کال راهېسې د (زرغون خوست نیالګیو کېنولو ولسي اشر او کلتوري میلې) تر سرلیک لاندې تر پنځلس زرو پورې بیلا بېل نیالګي او زینتي بوټي کېنول شويدي. د نوموړې غونډۍ پر سر باندې د ۳۵ مترو پر لوړوالۍ د افغانستان ملي بیرغ نصب شوی، چې د مرکز او نږدې ولسوالیو څخه د لېدنې وړ دی او په ساحه کې د سلګونو ګډونوالو دپاره یوه ستره ساحه جوړه شوې، چې د ملي او سیمه ییزو مناسبتونو پر مهال پکې لویې راټولېدنې او کنسرتونه ترسره کیږي.
  • تلویزیون غونډۍ: د متون تپې پر غځیدلې لړۍ کې دا هم یوه شنه ساحه ده، چې د ښاروالۍ له لورې پکې کالونه وړاندې سیوره لرونکي نیالګي کېنول شوي او خلک ترې په مازدیګري کې د ناستو او تفریح ګټه اخلي او د ملګرو سره پکې خوږې شیبې تېروي او په نوموړي ساحه کې د جرمنیانو له لورې پخوا د اوبو یوه زخیره هم جوړه شوې وه، چې پروژې باغ به یې ترې خړوباوه.
  • د ازادۍ مېنې تپه (د ځوانانو ملي پارک): دا هم د څلورمې ناحیې په ۵ ګذر کې پرته غونډۍ ده، چې ځوانان به د جمعې په ورځ او نورو ورځو کې راټولیدل، نو د یادې تپې د شنه کولو په موخه د ولایت مقام د هدایت سره سم د ښاروالۍ او نورو ادارو څخه یې د شنه کولو لړۍ پیل شوه، چې په سر باندې یې دوه ژورې څاګانې وکښل شوې او د لمریزې برېښنا په وسیله کېنول شوي نیالګي ترې اوسه کیږي.

د پورتنیو برخو ترڅنګ د ښار په لرو ګذرونو کې ډېرې شنې ساحې شتون لري، چې د تفریح او لوبو په برخه کې ورڅخه ګټه اخېستل کیږي.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ
لمر

12:00 ب‌ظ
لمر

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي