د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


خوست د مرستیال والي په مشرۍ د ښاري نظم پراختیا کمیسون، نوبتي ناسته تر سره شوه.

10 Dec 2024  
خوست د مرستیال والي په مشرۍ د ښاري نظم پراختیا کمیسون، نوبتي ناسته تر سره شوه.

خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په مشرۍ سه شنبه د ښاري نظم او پراختیا کمیسون له لوري په ښار کې د بې نظمیو له منځه وړلو، اصلاحاتو راوستلو، او ښاریانو ستونزو ته په ګډه د ادارو د ښې همغږۍ له لارې حل لار موندلو په موخه ښاروالۍ مقام کې نوبتي ناسته تر سره شوه.

د ناستې ښه راغلاست وینا تر څنګ د ښاري نظم کمیسون جوړښت په اړه د ښاروالۍ نظارت او ارزیابۍ آمر دلاور نوري هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل چې یاد کمیسون د ښاري نظم او پراختیا په برخه کې رامنځته شوی، چې د ولایت مقام په مشرۍ ملکي او نظامي ادارو تر څنګ پکې ښاري اصناف برخه لري.

ورپسې خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په خپلو خبرو کې وویل، چې ټولې امارتي ادارې مسؤله دې، چې عام ولس ته لازم خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي قانت په خبره، چې ښاري نظام شتون د یو ولایت مثبت انځور نورو ته وړاندې کوي، نو په همدې اساس باید ټولې داخلې ادارې د ښاري نظم په رامنځته کولو کې اړین ګامونه واخلي او کمیسون داسې اجراات تر سره کړي، چې د ښاریانو حقوق پکې خوندي وي.

مرستیال والي په خبره، ښاریانو ته موجوده حالاتو یو شمیر ستونزې جوړې کړي، چې باید هره مسؤله اداره یې اړونده برخو کې د حل په موخه کار وکړي، تر څو ښاري اصنافو او عامو ښاریانو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې وي او له دوی راټول شوي عواید باید په شفاف شکل د دوی لپاره په خدماتو مصرف شي.

ناسته کې د ښاري نظم کمیسون په شتون، له ښار د لاسي ګاډیو او اصنافو په انتقال او د ځای په انتخاب، د قومنداني تر چتر لاندې د ښاري انظاباتو په ګمارنه، په ښار کې د ښاروالۍ له اجازې پرته په کار کولو بحث او په پرپرېکړې وشوې او ځینو موضوعاتو د حل په موخه اړوند ادارو مسؤلینو ته دندې وسپارل شوې.

د یادونې ده، چې ښاري نظم کمیسون به ډیر ژر په ښار کې د ښه نظم ساتلو په موخه د ترتیب شوي پلان مطابق د اړونده ادارو مسؤلینو، ښاري اصنافو مشرانو او استازو په شتون کې جدي اجراات پیل کړي، چې په یاده برخه کې د درنو ښاریانو همکاري اړینه ده.
د لیندۍ ۲۰ مه – ۱۴۰۳

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ

12:00 ب‌ظ

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي