د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په هڅو د خوست رسنیو کریکټ لوبډلو تر منځ چې ټول لوبېدونکي لوبغاړي د اړوند رسنیو کارمندان دي، د خوست رسنیز کریکټ جام په نوم لوبې هر کال په لاره اچول کېږي.
د روان کال شپږم پړاو لیګ لوبې پای ته ورسېدې، چې څلور لوبډلو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه. ژمن زلمیو،نن ځوانې ډلې،ولس زرغون ستورو او د سولې پیغام اتلانو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه. نن به د دې لوبو دوهم پړاو پیل شي. ژمن زلمي به د دوهم نمبر نن ځوانې ډلې سره په لومړي سیمي فاینل کې مخ شي، چې ګټونکې لوبډله به فاینل ته ولاړه شي او بایلونکې لوبډله به د بل چانس لپاره انتظار وکړي. په دوهمه لوبه کې به ولس زرغون ستوري د سولې پیغام اتلانو سره ولوبېږي، چې د دې لوبې بایلونکی به کور ته ځي او ګټونکې لوبډله به د لومړي او دوهم مقام تر منځ د بایلونکي لوبډلې سره ولوبېږي، چې ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته ولاړه شي. یادې لوبې د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په نوښت تر سره کېږي.