زما ژمنه داده چې د خوست هوايې ډګر په څېر نورې ډالۍ به هم تاسوته درکړم او له ستاسونه مننه کوم چې ماته مو د افغانستان ملي وحدت، د جمهوري نظام ټینګښت او عزت راکړ.
جمهوررئیس غني : د خوست ښاري پلان او د اوبو مدیریت له لومړیتوبونو څخه دي، په راتلونکي کې به نورې رغنیزې پروژې هم پلي شي او په خوست ولایت کې یو اساسي بدلون راشي.
جمهوررئیس غني : د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې زیاتې هڅې کړي او سوله غواړي خو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، دوی باید د سولې خبرو ته کېني او د پرديو په لمسون دې خپل هیواد نه ورانوي.
جمهوررئیس غني : د جګړې د اوږدیدو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، له طالبانو باید وپوښتل شي چې د چا لپاره جګړه کوي؟ که افغانستان ورانېږي او افغانان وژل کېږي نو ګټه يې چاته رسېږي.