ژباړه: محمدالله شېرزی
لومړۍ برخه: ښاروالي
د افغانستان اساسي قانون ۱۴۱ماده د ښاروالۍ د وجودي فلسفې په اړه داسې تصریح کوي:
(د ښاري امورو د اداره کولو د پاره ښاروالي تشکیلیږي.)
پردې سربیره د ښاروالیو نافذه قانون خپره شوي ۷۹۴ جریده د ښاروالۍ د ماموریت په اړه په دویمه ماده کې د ښارونو استوګنو د اړتیاوو په تامین ټینګار کوي.
ښاروالي
ښاروالي عامه حقوقي حکمي شخصیت دی، چې ددې قانون او نورو تقنیني سندونو د حکمونو سره سم د ورسپارل شویو دندو له لارې د ښارونو د اوسیدونکو د عمومي اړتیاوو د تامینولو په خاطر فعالیت کوي.(د ښارواليو قانون دویمه ماده)
ښار
هغه محدوده مشخصه مدني جغرافیه ده، چې د ټولنیز نظره غیر متجانس او د نفوسو په زیاتت تراکم سره پکې اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، اداري او خدماتي فعالیتونه ترسره کیږي.(د ښار جوړونې قانون ۳ ماده)
۱- ښارونه ۲ – ښارګوټي
ناحیه
د ښاروالۍ اداري واحد دی، چې د ښار په یوه مشخصه برخه کې د ښاري خدماتو په هدف فعالیت کوي. (د ښارواليو نوی قانون)
ګذر
د محلاتو هغه مجموعه ده، چې ساحه یې د اړوند ناحیې له لورې ټاکل کیږي. (د ښارواليو نوی قانون)
د ښاروالۍ د ایجاد شرایط:
- د اداري واحدونو مرکز کې چې پنځه زره کسان پکې استوګن وي.
- د ښاري ماستر پلان تطبیق پکې د امکان وړ وي.
په ښارواليو کې ټاکنې
د اساسي قانون ۱۴۱ ماده:
((د ښاري امورو د اداره کولو په هدف ښاروالي تشکیلیږي.))
د ښاروال د نوماندی شرایط(د ټاکنو قانون ۴۳ ماده)
- د مرکزي ښاروالۍ نوماند باید حد اقل لیسانس او یا هم پنځه کاله کاري تجربه ولري او د نورو ښاروالیو پاره دولسم پاس وي او یا درې کاله تجربه ولري.
- کم تر کمه پنځه کاله وړاندې د نوماندۍ یې په دې ښار کې استوګنه کړي وي.
د ښاروالۍ مجلس د غړیتوب شرایط
- کم تر کمه پنځه ویشت کاله عمر یې پوره کړی وي.
- د دولسم ټولګي د فراغت سند ولري.
- د محکمې له لورې په جرایمو نه وي مرتکب شوی او د مدني حقوقو څخه بې برخې نه وي.
- کم تر کمه پنځه کاله وړاندې د نوماندۍ یې په دې ښار کې استوګنه کړي وي.
د ښاروالیو تصنیف
- د ولایتونو په مرکز کې ښاروالۍ د مرکزي ښاروالیو او هغه چې ولسوالیو کې دي؛ د ولسوالیو ښاروالۍ بلل کیږي.
- ښاروالۍ د ولایتونو د درجه بندۍ له مخې کتګوري کیږي او یا هم د عوایدو او تشکیل په اساس.
دويمه برخه: د ښاروالۍ دندې
د ښاروالیو دندې او مسولیتونه د ښاروالیو قانون په ۱۶ ماده کې په څلورو برخو کې خلصه شويدي:
- خدمت رسونه
(اوبه رسونه، تنظیف او سرسبزي، رغنیزې پروژې، نظافت ته پاملرنه، د نمرو توزیع، د بې هویته کسانو تدفین او تکفین…)
- اداره
(د لوایحو تصویب، ښاري ناستې، د عایداتي او بودیجوي پلانونو تطبیق، د اداري شورا د پریکړو کنترول، د ښاریانو ستونزو ته رسیده ګي…)
- همغږي
(د روغتیایي مرکزونو سره اړیکې، د تاریخي ابداتو مراقبت، د احصایې راټولول، د ښاریانو د حقونو څخه دفاع…)
- تنظیم
( د ځمکو قیمت ګذاري، ښاروالۍ د ملکیتونو کرایه، استملاک، د ښاري خدماتو محصول اخېستل، د کشترګاه ځای، د خودسره چارو مخنیوی…)
درېيمه برخه: ښاروالي او ښاري پلانونه
ماستر پلان: هغه اساسي او تخنیکي اوږدمهاله سند دی، چې په هغې کې د استوګنیزو حوزو،فرهنګي،اقتصادي،تجارتي، کرنیزو،تفریحي تاسیساتو او ښاري برخو، ارتباطي شبکو، لیږد رالیږد، هوایي میدانونو او نورو ساحاتو په اړه طرحه او ترتیب شوی وي.
ستراتیژیک پلان: هغه عملیاتي او تخنکي سند دی، چې د ښار لرلید، پراختیايي اهدافو ته په کتو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د عملي برنامو په اساس د تطبیق وړ ګرځي.
تفصیلي پلان: هغه تخنیکي سند دی، چې د ښار د ټولیز پلان، ستراتيژیکو پلانونو او د ښاري ځمکو او محلاتو د اندازه کولو د لارښود په ډول طرحه او ترتیب شوی وي او د ښاري ځمکو او تاسیساتو دقیق مساحت، موقعیت او د ځمکې لاندې او ځمکې مخ شبکې په دقیق ډول سره پکې تثبیت او ترتیب وي.
اصلاحي پلان: هغه تخنیکي سند دی، چې ښار جوړونې د معیارونو په نظر کې نېولو او هغه پخوانیو پلانونو د اصلاح په هدف چې د ځینو عواملو په اساس نه وي تطبیق شوي؛ ترتیبږی.
تعدیلي پلان: هغه تخنیکي سند دی، چې په ترتیب شویو پلانونو کې د ځمکو د تغییر د نوعیت څخه په استفادې د ضرر د له منځه وړلو په غرض؛ د یو ډول څخه بل ډول ته د جوړونې او یا وظیفوي نظر او یا دواړو د پاره ترتیبږي.
(د ښار جوړونې قانون ۳ ماده)
څلورمه برخه:په ښارونو کې تنظيف او سرسبزي
د تنظیف او سرسبزۍ مقرره په څلورمه ماده کې د تنظیف په اړه د ښاروالۍ مکلفیتونو ته داسې اشاره کوي:
- د خځلو په وخت راټولول، لېږد او ښخول
- د تنظیفاتي بیلرونو په داسې ځایونو کې نصبول، چې وسایط ورته تګ راتګ کولی شي.
- د ټاکلي اجرې په ورکولو سره پاک کاري او د استوګنیزو ساحاتو څخه د خځلو انتقالول.
د تنظیف په برخه کې د ادارې او ښاریانو مکلفیتونه:
- د خرابو او اضافي موادو په مشخصو بیلرونو او ځایونو کې اچول
- د ساختماني موادو او تخریب شویو ساختمانونو د پاتې شونو انتقالول
- د تعمیراتو او ودانیو د کډو(چاه های بدرفت) پاک کاري او تخلیه کول د ښاروالۍ او یا خصوصي وسایطو سره
- د ودانیو او اړوند ساحو نظافت په پام کې نېول
سرسبزي:
- ادارې او موسسات باید خپل چاپیریال سرسبز کړي.(۷ ماده)
- ښاروالي باید د ماستر پلان او تفصیلي پلانونو په تطبیق سره شنې ساحې تثبیت؛ جوړې او سرسبزه کړي.(۸ ماده)
- زینتي ساحاتو، ونو او بوټو پرې کول، ماتول او ضرر رسول ممنوع دي.(۱۲ ماده)
- د شنو ساحو څخه چې په ماستر پلان او نورو ښاري پلانونو کې په نښه شوي؛ په موقت او دایمې ډول د غرفو، کانتینرونو او تجارتي راکړه ورکړه، چې شنو ساحو ته زیان اړوي، ممنوع ده.(۱۴ ماده)
پنځمه برخه:د ښاروالۍ عوايد او بوديجه
ښاروالۍ دوه ډوله عایداتي سرچینې لري: ۱ ثابت عواید ۲ غیرثابت عواید
ثابت عواید
منبع | شماره | منبع | شماره | منبع | شماره |
د ماشین آلاتو تولید جواز | 25 | د تخنیکي وسایلو او وسایطو کرایه | 13 | دخولي محصول | 1 |
د هوټلونو جواز | 26 | د مارکېټونو او منډییو کرایه | 14 | رهایشي صفایۍ محصول | 2 |
د تخصصي خدماتو جواز | 27 | د مخابراتي آنتنونو کرایه | 15 | تجارتي صفایۍ محصول | 3 |
د کسبګرو جواز | 28 | د اډو له درکه عواید | 16 | صنعتي صفایۍ محصول | 4 |
د ښوونیزو مرکزو جواز | 29 | د سپورتي میدانونو عواید | 17 | دولتي صفایۍ محصول | 5 |
د رسنیو جواز | 30 | د نورو تفریحي ساحو عواید | 18 | د نقلیه وسایطو محصول | 6 |
د صحي خدماتو جواز | 31 | د جنازو موټرو کرایه | 19 | دولتي کورونو ګرایه | 7 |
د دوکانونو جواز | 32 | د فاتحې سالون کرایه | 20 | دوکانونو کرایه | 8 |
د موسساتو د کارکوونکو جواز | 33 | د اعلاناتو او اشتهاراتو عواید | 21 | د غرفو د عوایدو محصول | 9 |
د خدمتي کارګرانو جواز | 34 | د بهادار اسنادو خرڅولو عواید | 22 | د دولتي ځمکو کرایه | 10 |
د بانکونو، مالي نهادونو جواز | 23 | د مسلخ د عوایدو محصول | 11 | ||
د صنعتي تولیداتو جواز | 24 | د حیواناتو د ګنج محصول | 12 |
غیرثابت عواید
منبع | شماره | منبع | شماره |
د مهندسي او انجینري فیس | 13 | لاس پلورونکي | 1 |
د اصنافو د تخالف جریمې | 14 | جریمې | 2 |
متفرقه عواید | 15 | د استملاکي ځمکو محصول | 3 |
باقیات | 16 | نوره ښاري محصولات | 4 |
د دولتي ادارو پخواني باقیات | 17 | د مرغانو، کبانو فارمونه | 5 |
د صفایۍ باقیات | 18 | د تعیمرونو د ټکس محصول | 6 |
د معاش او مصرف بازکشتي | 19 | د کلتوري خدماتو عواید(هنري ډلې) | 7 |
د استوګنیزو ځمکو خرڅول | 20 | نقشې | 8 |
د سوداګریزو ځمکو خرڅول | 21 | د دولتي ادارو د پاره د ښاروالۍ خدمات | 9 |
د نورو ځمکو خرڅول | 22 | د نمرو وېش | 10 |
د ښاروالۍ ساختمانونو خرحول | 23 | د وچو لرګیو خرڅول | 11 |
د اضافي ځمکو تصرف | 24 | د شکو او تيږو خرڅول | 12 |
شپږمه برخه:ښاروالي او ښاري استملاک
د استملاک قانون څلورمه ماده:
ښاروالۍ د ښاري ماستر پلان په داخل کې او اراضي اداره خارج د ښاري ماستر پلان د داخل څخه ددې قانون د احکامو د تطبیق مراجع دي.
د استملاک قانون شپږمه ماده:
- هغه ملکیتونه چې تاریخي اثار ولري او فرهنګي ساحات وي د استملاک وړ ندي.
- کرنیز ملکیتونه، باغونه، فارمونه، ځنګلونه او شنې ساحې چې د ځانګړې چاپیریالي آهمیت لرونکي دي، د حکومت په تصویب د استملاک وړ دي.
د استملاک قانون اوومه ماده:
استملاک کوونکې اداره مکلفه ده، چې د استملاک د ضرورت دلایل د اهدافو په ذکر کولو سره د کمي او کیفي مشخصاتو، موقعیت او نوعیت سره، د اجتماعي او اقتصادي تاثراتو او د پروژې د تطبیق ساحه په خلص ډول حکومت ته وړاندې کړي.
د استملاک قانون څلورمه ماده:
هرکله چې ښاروالۍ د ښاري ماستر پلان په منظور دولتي ځمکو ته اړتیا لرله، یاد شوی ملکیت ددې قانون د احکامو مطابق د تصویب وروسته په وړیا ډول اړوند ښاروالۍ ته لیږدول کیږي.
اوومه برخه:غصب
د غصب تعریف
تصرف، تصاحب، استفاده، تضمین، اجاره یا د دولتي ځمکو کرایه، عامه، شخصي بغیر د اسنادو لرلو او قانوني حکم څخه د ځمکې غصب ګڼل کیږي.
د زمیندارۍ قانون ۹۱ ماده اوله فقره:
اراضي ادراه دې غصب شوي ځمکې تشخیص او تثبیت کړي او غاصبین دې د عدلي تعقیب په هدف عدلي او قضایي مراجعو ته معرفي کړي.
د زمیندارۍ قانون ۹۵ ماده:
دولتي ځمکې چې ددې قانون د نافذیدو څخه مخکې غصب شوي وي، د وخت د مرور تابع نه وي، اراضي او نورې اړوند ادارې مکلفیت لري، چې استرداد په برخه کې یې اقدام وکړي.
مدني قانون ۷۶۷ ماده:
کله چې غصب شوي مال د غاصب سره تغییر وکړ، غصب شوی کولی شي، عین غصب شوی مال سره د خسارې د جبران د غاصب څخه مطالبه کړي.
اتمه برخه:د ښاري پراختيا عالي شورا
د ښاري پراختیا عالي شورا د تصمیم نېونې لوړ ترینه مرجع ده، چې د ښار او کور جوړونې د امورو د تنظیم په منظور د ولسمشر په مشرۍ د لاندې ترکیب په لرلو سره ایجاد شويده:
د ښار جوړونې وزیر، ماليې وزیر، داخله وزیر، اطلاعاتو کلتور وزیر، د اوبو او انرژی وزیر، د ټولګټو چارو وزیر، اقتصاد وزیر، ترانسپورت وزیر، معادن او پترولیم وزیر، کرنې وزیر، مخابراتو وزیر، کار امور اجتماعي وزیر، کابل ښاروال، اراضي ادارې رئیس، د ملي ستنډرډ رئیس، سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئیس، د محیط زیست رئیس، د مرکزي احصایې رئیس، د پلازمینې زون د انکشاف رئیس، د برېښنا شرکت رئیس، د ښاري کانالیزاسیون رئیس، د سوداګریزو خونو رئیس، صنایعو خونو رئیس، د ښځو سوداګریزو خونو رئیسه، د عدلیې وزارت د قضایی دولت رئیس، د انجینرانو انجمن استازی، د اړوند ښار ښاروال
غړي.
- د ښاري پراختیا عالي شورا سکرتریت د ښار جوړونې وزارت په غاړه دی.
- د طرزالعمل مطابق خپلې ناستې دایروي.
نهمه برخه:ښاروالي او د ښاري غيررسمي ملکيتونو د امورو تنظيم
د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د امورو د تنظیم مقرره پنځمه ماده:
هغه ملکیتونه، چې د زمیندارۍ قانون د احکامو مطابق د اعتباري استادو لرونکی وي؛ یواځې د اراضۍ ادارې لخوا ثبت کیږي.
د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د امورو د تنظیم مقرره اوومه ماده اوله فقره:
اراضي اداره د ښار جوړونې، اوبو انرژۍ، کورنیو چارو وزارتونو او اړوند ښاروالۍ په همکارۍ او د ساحوي کدستر واحد کمیټه، د ښاري غیر رسمي ساحې تعینوي.
لسمه برخه:متفرقه احکام
د بهرنیو هېوادونو سره د ښاروالیو اړیکې
ښاروالۍ کولی شي، چې د ذیصلاح مراجعو او بهرنیو هېوادونو ښاروالیو سره … د همکارۍ اړیکې برقرارې کړي. (د ښاروالیو قانون ۴ ماده)
د ښاروالۍ اداري شورا
د ښاروالۍ اداري شورا متشکله ده؛ ښاروال د رئیس په توګه، د ادارو رئیسان د ښاروال په وړاندیز او د وزیرانو شورا په منظورۍ سره د مرستیالانو په توګه تعینیږي. (د ښاروالیو قانون ۸ ماده)
د ښارونو نوم تبدیلول
د ښارونو د نوم بدلول د ساحې د ښاروالۍ په وړاندیز، د وزیرانو شورا په تائید او د دولت مقام په منظورۍ سره صورت مومي. (د ښاروالیو قانون ۱۸ماده)
د ونو پرې کول او د شنو ساحو تخریب
کوم شخص چې د عامه ځایونو ونې پرې او شنه ساحه تخریب کړي؛ د پنځو تر لسو زرو افغانیو په نغدي جریمه محکومیږي. (د جزا کوډ ۸۱۳ ماده)