لیکنه: محمدالله شېرزی
ښارونه د هېواد د نفوسو ګڼ مېشتې سیمې دي؛ چې په هغه کې تجارتي، صنعتي، تولیدي، ښوونیز،کلتوري، هنري، تفریحي او سپورتي فعالیتونو د ترسره کونې ترڅنګ په زیات شمېر کې استوګنیزې پروژې شتون لري، چې ښاریان پکې استوګنه کوي.
داچې په نړۍ کې ښارونه د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو په اساس د نفوس زیاته برخه په بر کې نیسي، خو برعکس په افغانستان کې دا پروسه د امنیتي خوندیتوب په سبب پُر نفوسه بلل کیږي، ځکه چې د زیاتره ولایتونو ولسوالۍ او لرې پرتې سیمې د پوره آمن څخه ندي برخمنې، نو د یادو سیمو استوګن مجبور دي، چې د ځان او مال د خوندیتوب په وجه؛ ښارونو ته مخه کړي.
دا پروسه ورځې تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده او داسې اندېښنې موجودې دي، چې په ښارونو د نفوسو زیاتیدو په ټولو برخو کې ستونزې پیدا کړيدي. په چاپیریال یې بده اغیزه کړي او وګړو ته د کاري زمینو د نه پیدا کیدو په اساس فقر او بې وزلي د زیاتیدو په حال کې ده.
دې او ورته نورو ستونزو افغان دولت په ځانګړي ډول د سیمه ییزو ارګانونو اداره – ښاروالیو معینیت دېته مجبور کړ، چې د ښاري تنظیم او متوازن انکشاف په هدف په ټولو ولایتونو کې د (ښاري نظم او پراختیا) تر سرلیک لاندې کمیسونونه ایجاد کړي.
یاد کمیسونونه د ښاروالانو دریم ملي کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت او ښاروالیو قانون په رڼا کې ایجاد شوي، چې غواړو د یاد کمیسون د رهنمود پښتو ژباړه له تاسو سره شریکه کړو.
د ښاري نظم او پراختيا کميسون
لومړۍ برخه: مبنی
دغه رهنمود د لاندې مواردو په رڼا کې ترتیب شوی دی:
د ښاروالیو قانون (۴۴-۳۷) مادې داسې تصریح کوي: «ښاروالۍ مکلفې دي، چې د ښاروالیو قانون د ۳۷-۴۴ درج شويو مادو د دندو په اجرا او د صلاحیتونو په عملي کولو کې د اړونده ادارو او خصوصي سکتور سره همکاري ترسره کړي»
د ښاروالیو قانون ۶۴ ماده: «اوله فقره: دولتي او غیر دولتي ادارې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې مېشتې سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ او نور هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چې د ښاروالۍ په محدوده کې د ملکیت لرونکي دي؛ مکلفې دي، چې د ماستر پلان سره سم د اړوندو ملکیتونو څخه ګټه واخلي.
دویمه فقره: هغه دولتي ادارې، چې ملکیتونه یې د ښاروالۍ په محدوده کې دي؛ نشي کولی چې د اړوندې ښاروالۍ د لیکلي موافقې د ترلاسه کولو پرته، ساختمان جوړ او یا خپله ځمکه ددې قانون د ۷۱ مادې سره سم په اجاره ورکړي.»
د ښاروالانو په دریم ملي کنفرانس کې (۱۱-۹- میزان -۱۳۹۷) د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر هدایت:«په ولایاتو کې دې د ښاري نظم کمیسونونه ایجاد شي»
دويمه برخه: اهداف
دغه رهنمود د لاندې اهدافو په موخه ترتیب شوی:
د ښارونو په قلمرو کې د ښاروالۍ او نورو ادارو ترمنځ د همغږی جوړونې د همکارۍ ایجاد او غښتلي کول
د ښاري پلانونو د تطبیق، ښاري زیربناوو شریکولو څخه اطمینان او د تخریباتو، ضایعاتو او پراګنده کړنو څخه مخنیوی کول
د موثره برنامو د تطبیق څخه ډاډ حاصولول
د ښاروالیو قانون (۳۷-۴۸) مادو د موثر تطبیق څخه ډاډ حاصلول
درېيمه برخه: دندې او مسوليتونه
د ښاري نظم او پراختیا کمیسون د لاندې دندو او مسولیتونو لرونکی دی:
- د اړونده ادارو او خصوصي سکتور څخه د ښاروالۍ د همکارۍ رهنمایي او ملاتړ
- د عوایدو په راټولولو، خدمت رسونې او د ښار مېشتېدنې کلتور په ترویج کې د ښاروالۍ او نورو ادارو ترمنځ د وضعیت بررسي او همغږي رامنځته کول
- د ښاروالۍ او نورو ادارو ترمنځ د همغږی او همکارۍ د غښتلتیا په موخه د غوښتنو وړاندې کول
- د اداراتو د کاري پرمختیاوو شریکول
- د هرې ادارې د وروستنیو اداري، بودیجوي او پروژوي تحولاتي مسایلو او پالیسیو په اړه اطلاع رسونه
- د ښار په کچه د ګډو فعالیتونو طرحه کول او تائید
- د اړونده ادارو سره د ښاري پلانونو د تطبیق د وضعیت بررسي او ګټورو مشورو شریکول
- د ښاري زیربنا طرحې شریکولو څخه بررسي او تائید
- د غیر معیاري او نه همغږي شویو برنامو د حرکاتو څخه مخنیوی
- د اداراتو ترمنځ اختلافاتو او شخړو ته رسیده ګي کول
- د هر تفصیلي ښاري پلان دپاره د اوبو، برېښنا او مخابراتو تخنیکي پلانونو د موندنې څخه مطمئن کېدل
- د ښاري غوره امورو د رسیدګی په هدف د ښاروالۍ سره تخنیکي لارښوونه
- د کلیو سره د ښارونو د اړیکو د غښتلتیا او ایجاد همکاري
- د بین الوزارتي برنامو لکه ولسي تړون څخه ملاتړ او نظارت ترسره کول
څلورمه برخه:د کميسون جوړښت
والي: د کمیسون رئیس
ښاروال: د کمیسون مرستیال
د ښاري حکومتوالۍ آمر: د کمیسون منشي
غړي: [ولایتي شورا رئیس، سکتوري رئیس، امنیه قومندان، مستوفي، ښار جوړونې او ځمکو رئیس، اوبو رسونې رئیس، برېښنا رئیس، مخابراتو رئیس، پوهنې رئیس، عامې روغتیا رئیس، چاپیریال ساتنې رئیس، تجارت او صنایع رئیس، ترانسپورت رئیس، اطلاعاتو او کلتور رئیس، کار او ټولنیزو چارو رئیس، مهاجرینو رئیس، ښځو چارو رئیسه، سوداګرۍ خونو رئیس، صنایع خونو رئیس، د ښځو سوداګرۍ خونو رئیسه، پوهنتون رئیس، پېښو سره د مبارزې رئیس، اقتصاد رئیس، حج اوقافو رئیس، مدني ټولنو شبکې رئیس، اصنافو اتحادیې رئیس، مشورتي بورډ مرستیال او د ولسي تړون ولایتي رئیس]
پنځمه برخه: کاري کميټې
د ښاري نظم او پراختیا کمیسون د لاندې کمیټو څخه متشکل دی:
- د ښاري نظم کمېټه
- د عامه اړیکو او همغږی کمېټه
- د اقتصادي پراختیا او زیربنا کمېټه
- د ټولنیزې پراختیا کمېټه
- د چاپیریال ساتنې (تنظیف او سرسبزۍ) کمېټه
- د ښار مېشتېدنې کلتور د ترویج او رضاکاری کمېټه
- د ځوانانو، ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ کمېټه
یادونه: د اړتیا پرمهال نورې کمېټې هم ایجادیدلی شي.
شپږمه برخه: غونډې
د ښاري نظم او پراختیا کمیسون د عادي او فوق العاده غونډو لرونکی دی.
عادي غونډې په میاشت کې یو ځل د والي د ریاست لاندې دایریږي او د رئیس په نشتون کې یې ښاروال هم تدویر کولی شي.
فوق العاده غونډې بیا د موضوع اهمیت ته په کتو د کمیسون د یوه غړي په غوښتنه او د رئیس په تائیدی سره دایریدای شي.
د کمیسون منشي د غونډې د چمتو کولو، د غړیو سره شریکولو، د پریکړو د تعقیب او کمیسون بعدي غونډې ته د پرمختګونو د ګزارش وړاندې کولو مسولیت پر غاړه لري.
نظارت:
د ښاروالیو معینیت ـ ښاري حکومتوالۍ عمومي ریاست د ښاري نظم او پراختیا کمیسون د رهنمود تطبیق څخه څار کوي او د فعالیتونو ګزارش د سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره په مستقیم ډول شریک کیږي، چې د نوموړي ادارې لخوا د ولایتونو په باره کې تصمیم نېونه کیږي.