د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


ګذر وکیل او ټولنیز مسولیتونه یې!

10 Jul 2021  
ګذر وکیل او ټولنیز مسولیتونه یې!

لیکنه: محمدالله شېرزی

نېټه: ۵/۵/۱۳۹۹

ګذر دری لفظ دی، چې په پښتو کې د لارې، کوڅې او ساحې مانا افاده کوي. نوموړي کلمه په ښاري قلمرو کې د کارونې وړ دی، چې د ښاروالیو اړوند ټاکل شویو ناحیو له لورې یې د نفوسو په اساس د کړنلارې مطابق ساحه ټاکل کیږي او د سیمې استوګن یې په شرایطو برابر کس، چې د ګذر وکیلانو د ټاکل کیدو او لرې کیدو په جلا ترتیب شوي کړنلاره کې ذکر شوي؛ د عرض پاڼې په ملتیا اړونده ناحیې ته د خپل استازي په توګه ور پېژني.

ښارونه د تهذیب او تمدن مرکزونه ګڼل کیږي، چې په عموم کې سترې محدودې دي او د مدنیت او په اطرافي سیمو کې د نا امنیو په وجه لا هم د ودې او د نفوسو په تراکم او ډېرښت مرحله کې دي، چې د ښارونو د تنظیم او پلانیزه کولو په اړه د افغانستان اساسي قانون په ۱۴۱ ماده کې داسې صراحت کوي:

(د ښاري امورو د اداره کولو  د پاره ښاروالۍ تشکیلیږي.)

ښاروالۍ ښاري چارو او ښاریانو ته د ښه تنظیم او رسیده ګۍ په هدف په ناحیو وېشل کیږي او ناحیې بیا په ګذرونو تقسیمیږي، چې دې موضوعاتو سره د ښې بلدتیا په هدف اړینه، چې ځینو اصطلاحات وړاندې کړو.

ښاروالي: هغه عامه حقوقي حکمي شخصیت دی، چې ددې قانون او نورو تقنیني سندونو د حکمونو سره سم د ورسپارل شویو دندو له لارې د ښارونو د اوسیدونکو د عمومي اړتیاوو د تامینولو په خاطر فعالیت کوي.(د ښارواليو قانون دویمه ماده)

ښار: هغه مدني جغرافیایي ټاکلې محدوده ده، چې له ټولنیز نظره غیر متجانسه ده او په نسبي لوړ تراکم د نفوسو لرونکی او د ټولنیزو، اقتصادي، اداري، او خدماتي فعالیتونو د تمرکز ځای دی.(ښاروالیو قانون ۳ ماده، ۲ بند)

ناحیه: د ښاروالۍ اداري واحد دی، چې د ښو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په منظور د ښار په یوه برخه کې فعالیت کوي. (ښارواليو قانون ۳ ماده ۳ بند)

ګذر: د ناحیې یوه برخه ده،، چې ساحه یې د اړوند ناحیې له لورې مشخصیږي. (ښارواليو قانون ۳ ماده ۴ بند)

ګذر وکیل: هغه شخص دی، چې د ګذر د استازي په توګه د ګذر استوګنو په وړاندیز او ښاروال په منظورۍ سره د ښاروالیو قانون ۵۳ مادې د احکامو مطابق ټاکل کیږي او د ښاروالیو قانون او نورو تقنیني سندونو مطابق واکونه او دندې سرته رسوي. (د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۳ماده ۴ بند)

محل: د ګذر یوه محدوده ساحه ده، چې د ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې استوګنیزو واحدونو څخه تشکیل شوي وي. (د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۳ماده ۳بند)

خانوار/کورنۍ: ځانګړې جغرافایي استوګنیزه محدوده ده، چې په هغه کې څو وګړي د ګډ اقتصاد سره په مشترک ډول ژوند کوي. (د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۳ماده ۲بند)

د ګذر او ګذر وکیل ټاکلو معیارونه

د ټاکلو شرایط:

  • د افغانستان تابعیت لرل
  • د ۲۵ کلنی عمر پوره کول
  • د باکلوریا یا د هغې معادل زده کړو سندل لرل
  • درې کاله په اړونده ګذر کې استوګنې مخینه لرل
  • په اړونده ګذر کې د نه لېږدونکي (غیرمنقول) جایداد لرل
  • د نیک شهرت لرونکی وي او تر عدلي او قضایي څار لاندې نه وي
  • د عقلي او بدني روغتیا سلامتیا لرل

(د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۵ماده)

 د ټاکلو موانع

  • په هغه صورت کې چې شخص د دولت رسمي کارمند وي
  • په هغه صورت کې چې شخص د خلکو او یا ښاروالۍ د نا رضایتی په وجه مخکې د ګذر وکالت موقف څخه لرې شوی وي
  • په هغه صورت کې چې شخص د اداري فساد په جرم محکوم شوی وي
  • په هغه صورت کې چې شخص د محکمې له لورې د مدني حقوقو څخه په حرمان محکوم شوی وي

(د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۶ماده )

استثناء

په استثنایي حالت کې، هغه شخص چې د ۶۵ کالو څخه ډېر او ۷۰ څخه کم عمر ولري؛ کولی شي، د دغې کړنلارې د احکامو مطابق د استوګنو په اکثریت وړاندیز سره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شي.

(د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۷ماده )

د ګذر وکیل لرې کول

۱ – ښاروالۍ کولی شي، چې په لاندې حالتونو کې د ګذر وکیل له دندې ګوښه کړي:

  • په جرم مرتکب، همکاري او ګډون
  • د عامه امنیت اخلال، اخلاقي او اداري فساد باندې مرتکب کیدل
  • د استوګنو د عرایضو په نادرست ډول ترسره کول(غلط خبر، په قبالو کې جعل کاري، د نکاح خط او نورو وثیقو په اجرا کولو کې د غلطو مالوماتو وړاندې کول او د نورو هغه موارد، چې نافذه قوانین او اداري مقررات نقضوي.
  • د هغه دندو سم نه اجرا کول، چې د دندو په لایحه کې درج شوي دي
  • د ګذر استوګنو نه رضایت
  • د وکیل ګذرۍ د موقف څخه ناوړه استفاده
  • د ددو میاشتو څخه زیات غیابت
  • د خدماتو په وړاندې کولو د غیر قانوني پیسو غوښتل

(د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۱۱ماده )

د ګذر وکیل د دندو لایحه

  1. په رسمي مراسمو، اختر، جشن او صدقو ویش کې ګډون کول
  2. د نکاح خط صادرولو اسانولو کې همکاري کول
  3. په ګذر کې د اجارې او ګرو لاندې ملکیتونو څخه اړونده ناحیې ته میاشتنۍ راپور وړاندې کول
  4. د ناحیې سره د ګذر په کچه د تنظیف، سرسبزۍ او ساتنې په برخه کې همکاري کول
  5. د عامې روغتیا مسولینو سره په ځانګړي ډول د بېړنیو پېښو او ساري امراضو په برخه کې همکاري کول
  6. د ګذر مېشتو استوګنو تصدیق کول
  7. په عامه امن او نظم تامین کې همکاري کول
  8. د هلال احمر افغانۍ ټولنې او نورو خیریه موسساتو ته د معلولینو، شهداو او نورو مستحقو کسانو معرفي کول
  9. د ښاروالۍ کړنلارو او لوایحو پلي کول
  10. د اړوند ښاریانو له لورې د ښاروالۍ د کړنو بررسۍ غونډو کې ګډون کول
  11. د مالي کال د پیل څخه وړاندې د ګذر د ټولو استوګنو د نومونو فهرست برابرول او ښاروالۍ ته وړاندې کول
  12. د ګذر د استوګنو ستونزې اوریدل او په وخت سره ناحیې د ته اجراتو او خبراوي په موخه لېږدول
  13. د ښاروالۍ مقام او اړونده ناحیې لخوا د قانون احکامو او لیکلي هدایاتو مطابق د نورو مواردو سرته رسول

(د ګذر وکیلانو د ټاکلو او لرې کولو کړنلاره ۱۳ماده )

د ګذر وکیل ټولنیز رسالت

څه ډول چې وړاندې د ګذر وکیل پر مسولیتونو او دندو په تفصیل سره بحث وشو، نو ښکاره ده، چې نوموړی د ښاریانو او سیمې استوګنو په ټولو چارو او مناسبتونو کې شریک دی او مسولیت یې جوړیږي، چې د مدني حالت د تصدیق نېولې تر دقیقې احصایې، تنظیف او سرسبزۍ، مرستو وېش او نکاح خط جوړولو پورې ټولو مناسبتونو کې فعال ګډون ولري.

ګذر وکیلي بې امتیازه، خو د مسولیت ډک خدمتي رسالت دی، چې د هر چا د وس او توان خبره نده. پدې لوی مسولیت کې تر ټولو لوی کار ولسي باور دی، چې په اساس یې یو څوک د خپلې رایې له مخې تضمینوي. ټولنیزه بلدتیا، امانتداري، صداقت، غږ رسول، نېک شهرت، فعال استازیتوب او د سیمې رواجونو څخه خبراوی هغه ځانګړنې دي، چې ګذر وکیل یې باید په ځان کې ولري.

په اوسنیو شرایطو کې د یوې ټولنې او قبیلې مشري کول اسانه خبره نه ده، بلکې زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او که خدای مه کړه په یوه برخه کې هم ښکېل شوې او د ځان دپاره د ګټې وسیله وګرځوله، نو ترلاسه شوی باور له منځه ځي او جبران کول به یې اسان نه وي. ترڅنګ یې فعاله اوسیدل، حق غوښتل او موکلینو ته خدمت کول د ښه منصب په موندنه کې فوق العاده رول لري.

درې کاله وړاندې د مرکز په شمول د پنځو لویو ښارونو پرته په نورو ۲۸ ولایتي ښارونو او د ولسوالیو ښارګوټونو کې د ګذر او ګذر وکیل په نوم څه نه وو، بلکې همدغه چارې په متفاوت او میراثي ډول سره د کلي ملک/قریه دار په نوم کسانو ترسره کولې، چې یو شرط یې د محکمې لخوا د شرعي وثیقې لرل وو، خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ښاروالیو معینیت د تپ و تلاش په پایله کې د ۱۳۹۷ کال څخه پدې ښارونو کې د ګذرونو تعیینولو او ګذر وکیلانو پروسه پیل او پکې د پام وړ پرمختګ رامنځته وشو.

لدې جملې په لومړي ځل خوست ښاروالۍ د شپږګونو ناحیو په کچه د ګذر وکیلانو د ټاکلو پروسه په ۱۳۹۷ لمریز کال پیل او د همدې کال د وږي(سنبلې) په ۷ مه نېټه یې پرانیستغونډه ترسره شوه او په لړ کې یې ۶۰ تنه ګذر وکیلان وټاکل شول، خو د ښاروالیو قانون په جوړیدو او د ښاروالیو معینیت څخه د (ګذرونو ایجاد، وېش، مدغم او منحل کیدو کړنلاره) په ترتیبیدو سره په ۱۳۹۸ لمریز کال د ټولو تعیین شویو ګذرونو د اصلاح کونې پروسه د وړاندیز شوي هیئت په شتون کې د ناحیو په همکارۍ ترسره او ګذرونه معیاري کیدو ته نږدې شول.

د معیاري کولو پدې پروسه کې ځینې ګذرونه وېش، ځینې مدغم او ځینې یې، چې د ښاري ساحې څخه وتلي وو او په ښاري پلانونو کې یې شتون نه درلود، منحل کړل شول. نوموړي پروسه په بشپړ ډول د ولس په واک کې وه او ده، چې خپل استازي یې د دریو کالونو دپاره تعیین او ښاروالۍ ته ور وپېژندل.

اوس مهال د خوست ښار په محدوده کې د ساحې او نفوسو شمېر ته په کتو سره شپږګونو ناحیو کې ۵۲ ګذرونه شتون لري او ګذر وکیلان یې ټاکل شوي، چې د لایحې مطابق خپلې چارې پرمخ وړي او په ټاکل شوي محدوده کې له دوی پرته هیڅوک د ښاریانو د مدني حالت تصدیق نشي کولی.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ
لمر

12:00 ب‌ظ
لمر

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي