د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


ښاري خورګلوي او د اړیکو نوی باب!

10 Jul 2021  
ښاري خورګلوي او د اړیکو نوی باب!
??

لیکنه محمدالله شېرزی

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر د هدایت په اساس د ادارې امور او سیمه ییزو ارګانونو ادارې ښاروالیو معینیت له لورې د ښاروالیو ترمنځ د هوکړه لیکونو لړۍ پیل شوي، چې پدې سلسله کې د کندهار – هرات، مهترلام – زرنج، جلال اباد – مزار شریف او خوست – میمنې ښاروالیو ترمنځ د همکاریو دوه اړخیزه هوکړه لیکونه لاسلیک شویدي.

د همدې لړۍ په جریان کې د خوست ښاروال په مشری ټاکل شوی اوه کسیز ټيم د یوې هېواد د یوې متفاوتې سیمې په لور، چې د سمت پرستی، محلي زورواکۍ او بد چلند فکر ترې کیدلو؛ حرکت وکړ. په نظامي طیاره کې د خړو غرونو او دښتو د سره پوره دوه ساعته مزل وروسته د خړو غونډکیو په منځ یوې داسې شنې ساحې انځور له پاسه ښکاریده، چې ګواکې د ټولو انجینري نورمونو برابر پلانیزه ښار ودان شوی او په یوه نسبتاً واړه هوایي ډګ کې، چې یواځې نل لیکه او په دوو کوټو کې جوړ شوی ترمینل یې درلود؛ د طیارې د ښکته کیدو سره د میمنې ښاروال په شتون کې د هرکلي رنګین مراسم نېول شوي وو.

د هوایي ډګر د انتقال څخه وروسته د فاریاب والي سره د پېژندنې ناسته پلان شوي وه، د والي صیب ډاکټر نقیب الله فایق په اړه بل ډول تصور و، خو په لیدو او د هرکلي په خبرو کې یې بې درېغه ملي احساس او لذت نغښتی و. نوموړي د مرکزي ادارې ددې ګام ستاینه کوله، چې د دوو ولایتونو ترمنځ د اړیکو د نږدې والي او ټینګښت نوی باب پرانیستل کیږي او په لړ کې به یې دوه قومونه په ټولنیزو، کلتوري، سوداګریزو او نورو برخو کې د پام وړ مسایل سره شریک او د یو بل له غوره تجربو او نوښتونو به استفاده وشي.

هغه فاریاب ولایت د ترکمن ټبرو مرکزي مېنه یاده کړه، چې د ازبیکو، پښتنو او تاجکو قومونه پکې استوګن دي. دا مهال د ډلو ټپلو څخه راوتلی او وګړي یې د مرکزي نظام سخت پلوي دي، چې غوره بېلګه یې د میمنې ښار کې د بیرغ ملي ورځې (۷ زمري) نمانځل دي، چې شاوخوا لس زره ګډونوال پکې راټول شوي وو.

جغرافیه

فاریاب ولایت د کابل په شمالي برخه کې د ۸۱۵ کیلو مترو په فاصله موقعیت لري، چې مرکز یې د میمنې ښار دی. مساحت یې ۲۰،۲۹۳ کیلو متره مربع ده او په تشکیل کې څوارلس ولسوالۍ لري، چې اوس مهال یې د دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته ارتقاء کړیده.

یاد ولایت د ترکمنستان هېواد سره ګډه پوله لري، چې د اقینې بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کیږي. یاد ولایت په ټوله کې یو تاریخي، کلتوري او صنعتي ولایت دی، چې غواړو د خوست سره یې  په ځینو مشترکاتو او توپیرونو باندې بحث وکړو.

کلتور: فاریاب د کلتور او عرفان له مخې غني ولایت دی، پدې ټاټوبي کې په لسګونه لیکوالان او شاعران تېر شويدي. د میلمه پالنې کلتور د افغانستان په هر ګوټ کې یو لومړیتوب ګڼل کیږي، چې پدې برخه کې د خوست د میلمه پالنې غوره سابقه روښانه ده، خو فاریابیان هم سره ددې چې اقتصادي وضعیت یې دومره ښه نده، ولې په میلمه پالنه کې ډېر غښتلي دي.

په خوست کې سیمه ییز خواړه وریجې غواړي (ډنډکی) دی، خو فاریابیان بیا د قونجېت غوړیو څخه د پسه غوښې او پلو (قابلي) کې ځانګړی شهرت لري.

جامې یې په پراخ رخت کې ګنډل کیږي. داچې په خوست کې راغلو میلمنو ته د اعزاز په موخه لونګۍ ور په سر کیږي؛ ولې هلته بیا ددوی دستور لږ بدل دی او دا اعزاز یې په چپانو کې نغښتی دی.

ښاري ژوند: د میمنې ښار استوګن ډير بانظافته خلک دي، د ښاري فرهنګ په برخه کې ټول مسولیت حکومتي ادارو ته نه پریږي او پدې برخه کې ځان مسول ګڼي. ۹۵ سلنه ودانۍ یې خاورینې او یو منزله دي، چې دا برخه کې د خوست ښار مترقي او ښاریان یې خپله ډېره سرمایه په استوګنیزو او تجارتي ځایونو مصرفوي.

صنعت او سوداګري: د نوموړي ولایت عمده صنعت د قالینو اوبدل او لاسي صنایع دي، چې د هېواد په کچه شهرت لري. بهرنیو هېوادونو ته سفرونه او راکړه ورکړه یې محدوده ده؛ خپل ورځني عواید د کرنې، مالدارۍ او صنعت څخه په لاس راوړي.

د کرنې په برخه کې یې مهم پیداوار غنم، جوار، نخود، کچالو، نعنا، پنبه، انګور، خربوزه، شفتالو او نور دي. خوست چون معتدله هوا لري، د دوی په پرتله یې کرنیز حاصلات او ابیاري پیاوړي ده، ترڅنګ یې شولې (وریجې) می، جلغوزي، مټک، پالي (ممپالي) او نور محصولات مختص دي، خو د فاریاب انګور او شفتالو بیا بې ساري دي او نورو هېوادونو ته هم انتقالیږي.

په خوست کې خصوصي سکتور ځایي ادارې ته په ټولو برخو کې د بري لاس ورکړی، ولې په فاریاب کې هیڅ داسې کړنه تر سترګو نشوه، چې ګواکې د پانګه والو له لورې دې د پانګونې په ترڅ کې ترسره شوي وي.

پوهنیزه برخه: په پوهنیزه برخه کې خوست د هېواد په کچه ډېر ښه روان دی، د دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو سربیره خصوصي سکتور د معارف په برخه کې ډېر کار کړی دی، خو فاریاب پدې برخه کې یواځي په دولتي امکاناتو کار کړی. مرکز میمنه کې د هلکانو او نجونو د ښوونځیو ترڅنګ د فاریاب پوهنتون په ۱۳۹۰ کال د لوړو زده کړو موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاء کړي، چې دا مهال پکې نږدې ۴۰۰۰ زده کړیالانو ته د ۲۰۰ استادانو لخوا تدریس ورکول کیږي.

نوموړیو مشترکاتو ته په کتو سره د چارو ادارې او سیمه ییزو ارګانونو ښاروالیو معینیت پلان کړي وه، چې د خوست او میمنې ښاروالیو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي، چې غواړو دلته یې د هوکړه لیک متن کټ مټ راوړو.

سریزه: د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د لید لوري پر بنسټ، د اړیکو د پیاوړتیا او ټینګښت او د ښارونو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي  تړاوونو، په ځایي کچه او د خوست او  فاریاب د ولایتي ادارو د دوه اړخیز تمایل پراساس د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختیایي ګډون د رامنځته کولو او پیاوړي کولو په موخه دا هوکړه لیک د یوه واحد لید لوري سره د دواړو ښارونو د ښاروالانو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ او د پراخېدونکو دوستانه اړیکو په پار لاسلیک کېږي.

موخې:

۱- د دوستانه اړیکو پیاوړي کول، پراخېدل او دوه اړخیزې پیژندنې

۲- د ښارونو ترمنځ د شبکې رامنځته کول او لا ډېر ګډون (مشارکت) رامنځته کول

۳- د اقتصادي، ټولنېزې او فرهنګي پرمختیا لپاره د نویو دهلیزونو پیژندل او پیاوړي کول

۴- د ملي پرمختیا په بهیر کې د لا ډېر مهم رول ترسره کول

دوه اړخیزه هوکړه:

د خوست او میمنې ښاروالۍ ژمنې دي، چې د امکاناتو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو په حدودو کې له هغو کړنو، همکاریو او بدلونونو ملاتړ وکړي او ویې هڅوي، چې د ښاریانو د هرې ښاري ټولنې د پرمختیا لامل وګرځي. دا بدلونونه (تبادلات) او کړنې باید د اقتصادي ودې، ګډې هوکړې، د غوره ښاري حکومتوالۍ او مدیریت په برخه کې د ګډو موخو پر بنسټ ولاړې وي او په ګډه همکاري کوو او پلی کوو یې.

  • د هغو پروګرامونو او کړنو پراختیا چې د دوستۍ، ښاري دیپلوماسۍ او د ژورې پېژندګلوۍ لامل ګرځي.
  • د ښاري خدمتونو د مدیریت، ښاري خدمتونو، معمارۍ او ښار جوړونې، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او رغونې، چاپیریال ساتنې په برخه کې د تجربو او پوهې د تبادلې په موخه د لازمو او اړینو امکاناتو رامنځته کول.
  • د دوو ښارونو د ځوانانو ترمنځ د تعامل (یو ځای کیدو) د دودولو په موخه د دوی ترمنځ د ورزشي پروګرامونو وده او تبادله.
  • د دوو ښارونو د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د روزنیزو پروګرامونو او فرهنګي تبادلاتو هڅونه.
  • د فرهنګي او هنري راکړې ورکړې ملاتړ کول.
  • د مشورتي بورډونو، مدني ټولنو ترمنځ د تجربو د تبادلې په موخه د پروګرامونو په لاره اچول.
  • د خصوصي او مشارکتي سکتور او ښاروالیو د ښاري پانګونې د بریالیو پروژو شریکول.
  • د غوښتونکو (متقاضي) ښاروالیو پر لګښت د ښارونو له تاریخي ځایونو څخه لیدنه.
  • د متعارفو ښاروالیو کارکوونکو ته د روزنیز او څیړنیز پروګرام په لاره اچول
  • د پانګونې او ښارونو ترمنځ د صنعتي او سوداګریزو اړیکو د ودې او پراختیا په موخه د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کول.
  • د ګټورو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او ګډو پانګونو ترغیب.
  • د دوو ښارونو د علاقې وړ پروژو په طراحۍ او پلي کولو کې مرسته او همکاري.
  • د فرهنګي اوونۍ او د صنایعو او تولیداتو د نندارتونونو د ترسره کولو له لارې فرهنګي راکړې ورکړې ته پراختیا ورکول، د خوست او میمنې د خلکو ترمنځ د اړیکو او دوستۍ د پیاوړي کولو په موخه په دواړو ښارونو کې د څلو نومول.
  • په دواړو ښارونو کې د ګرځندوی (توریزم) د دودولو او پراخېدو لپاره زمینه برابرول او د وړ بستر رامنځته کول.
  • د ښاریانو د ګډ ژوند، سولې او سوکالۍ له موخې سره یو ځای د دوو ښارونو ترمنځ د همپالنې او همکارۍ پیاوړتیا.
  • د همکاریو د هوکړه لیک (Sister City) لاسلیکوونکې ښاروالۍ خوست او میمنه، په خپله خوښه د دوو ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د هوکړو د هڅونې او پیژندنی په موخه، عملي پروګرامونه به پیلوي.
  • د دې هوکړه لیک په رڼا کې، د خوست او میمنی ښاروالۍ هڅه کوي، چې د خپلو ولایتونو د هر ډول آسانتیاوو (د رسنیو ټولنې او د روحانیت ټولنې لیدنه) زمینه برابره کړي.
  • دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د همکاریو د ګډې کمېټې د جوړولو، مدیریتي او کارپوهنې د پلاوي د تبادلې له لارې به د هوکړه لیک د منځپانګې (مفاد) پلي کېدو ته لاره هواره کړي.

دا هوکړه لیک د ۱۳۹۸ کال د  زمري د میاشتې په (۱۰) نیټه په دوو نسخو دری او پښتو ژبو چې دواړه نسخې یې له یو شان حقوقي اعتبار څخه برخمنې دي؛ چمتو شوي او د ا.ا.ج  ریاست د چارو د عمومي ریاست ښاغلي تخنیکي مرستیال، د سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو معینیت ښاغلي معین، د فاریاب او خوست د والیانو په حضور کې لاسلیک شو او د لاسلیک له نېټې وروسته  د پلی کیدو وړ ده او نورې اړوندې ځایي ادارې به هم د دې هوکړه لیک په پلې کېدو کې لازمه همکاري کوي.

د خوست ښاروال                                                                                         د  میمنې ښاروال

په ټوله کې د مرکزي ادارې دا دید د ستایلو دی، چې د دوو ولایتونو د ښارونو ترمنځ د نږدې کیدو په تړاو داسې هوکړې ترسره کیږي. خوست او میمنه سره ددې چې د هیواد په یوه او بل سر کې پراته دي، خو ولې ډیرې مشترکې او سره ورته ځانګړنې لري او دا هغه فرصت او ابتکار دی، چې د قومونو ترمنځ فاصلې له منځه وړي او د ملي روحیې په ورکړه کې فوق العاده رول ادا کوي.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ

12:00 ب‌ظ

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي