لیکنه: ظاهرالدین زاهد
GPS یوه داسې اله ده، چې نړیوال سیستم(Global Positioning System) یې کاروي او د شخص، موټر یا کوم بل شی کوم، چې ورسره نښلول شوی وي دقیق موقعیت ښیي. جي پي ایس داسې عملیه اجر ا کوي، چې لومړی معلومات اخلي له ځان سره یې ساتي او بیا یې تړل شوي مبایل او یا کمپیوټر ته استوي، چې ددې په ذریعه بیا په تړل شوي سیستم کې د موجودې نقشې په اساس کوم، چې د ګوګل ماپ Google Map په نوم یادیږي ښودل کیږي. د دې سیتم ځینې مهمې ګټې په لاندې ډول تشریح کوو:
۱- تاسو به د موټر چلوونکي له حاله خبر وئ
د سټلایټ د چلولو سافټویر هم د موټرو موثریت ته وده ورکوي. تاسو کولی شئ د هر موټر چلوونکي د ورځې اوونۍ میاشتې او تر کال پورې ټول رپوټ تیار کړی. د خپلو موټرو مهال ویش وټاکئ او ګټه ترې واخلئ، چې په داسې حالت له یوې خوا په موټر چلونکي باندې فشار واردیږې او له بلې خوا څخه دوی خپلو کارونو ته متوجه کیږي، له وسایطو څخه ناسالمه استفاده کمیږي او پخپل وخت خپل کار سرته رسوي.
۲ – تاسې ته د موټر د خوندیتوب په اړه خبر درکوي
د دې سیستم په فعاله کېدو سره ستاسو موټر د غله څخه ژغورل کیږي. تاسو به د خپل موټر د غله څخه بیخي خاطر جمه وی اړتیا نشته، چې د خپل موټر په هر ځای کې ساتنه وکړی، ځکه تاسو سیستم په خپل مبایل او یا په خپل کمپیوټر کې لرئ او کولای شی، چې هر ځای یې تعقیب او وڅارئ.
۳ – د مصرف کېدونکو موادو (ډیزل ، پطرول) د مصرف تعقیب
جي پي ایس تعقیب سیستم داسې ګټه هم لري، چې کولای شی د خپل موټر تیلو اندازه معلومه کړی، کوم چې استعمالیږي او د دې له امله موږ کولای شو، چې خپل ډریوارن کنټرول کړو، ترڅو ناوړه ډریوري ونکړي ځکه سیستم د هر غلط حرکت په اړه خبر درکوي.
۴ – د وخت پابندي:
کله چې تاسو په خپل موټر کې د جی پي ایس سیستم فعال کړی وي، نو کولای شی، چې خپل موټر په سمه لاره رهنمايي کړی. مثلا که چیرې په کوم ځای کې ترافیکي ګڼه ګوڼه وي، نو تاسو ورته هدایت کولای شی، چې لاره ترک کړي او بله داسې لاره ورته وښيی، کوم چې ترافیکي ګڼه ګوڼه نه لري او په دې سره تاسو د خپلو موټرو وخت سپما کولای شی.
یاده برېښنایي آله نورې زیاتې ګټې لري، خو موږ یواځې د نمونې په شکل د دغه څو څخه یادونه وکړه.
دا چې اوسنۍ نړی ورځ په ورځ د پرمختګ او بدلون شاهده ده او همداشان ښاروالۍ یوه خدمتي اداره ده، نو لازمه ولیدل شوه، چې په خپلو نقلیه وسایطو باندې پوره کنټرول ولري، چې کوم ځای ته ځي څه لپاره ځي او هم مو د خپلو وسایطو وخت سپما کړی وي، له مصرف او خپلو وسایطو او چلوونکو څخه په بشپړه خبر ولرو او د غلا د پیښې سره مخامخ نشي، نو لازمه ولیدل شوه چې په خپلو وسایطو کې د جی پي ایس سیتم فعال کړو، تر څو د اړتیا په وخت ورڅخه سالمه ګټه پورته کړل شي.
اوس مهال ښاروالي د خپلو وسایطو څخه پدې برخو کې بشپړ معلومات لري:
۱:دقیق موقعیت ښودل، چې د هیواد په هر ګوټ کې وي
۲: د موقعیت معلومول د مبایل او کمپیوټر په اساس
۳:په موټر کې د ناستو کسانو د غږ ثبتول
۴:د تېز حرکت، حرکت لوري په اړه معلومات
۵:د محدوده ساحې څخه د وتلو په وخت کې خبرتیا
۶:ورځنی، میاشتنی اوکلنی راپور، د موټر سرعت او موقعیت