د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


د ښاریانو شکایتونه او د ښاروالۍ رسیده ګي

10 Jul 2021  
د ښاریانو شکایتونه او د ښاروالۍ رسیده ګي

محمدالله شېرزی د ښاري حکومتوالۍ آمر

ښاروالي هغه غیرې بودیجوي اداري واحد دی، چې د ښاریانو سره مستقیمه اړیکه لري؛ د ښار اړوند تجارتي، صنعتي، تولیدي او استوګنیزو ساحاتو څخه په شاوخوا ۲۱ عایداتي کوډونو کې خپل عواید راټولوي او د ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې د تدارکاتي، انکشافي او عایداتي یو کلنو پلانونو ترتیبولو وروسته ضروریاتو ته په کتو سره خپله کلنۍ بودیجه جوړوي او د یو لړ مراحلو د طی کولو وروسته د منظورۍ په هدف مرکز ته لېږدول کیږي.

داچې ښاروالي یو تصدي ارګان دی او د ښاریانو سره یې سروکار وي، نو قانون ښاریانو ته د ځینو مسولیتونو ترڅنګ حقونه هم واضح کړي، چې د ښاروالۍ سره یې شریکولی شي؛ د ښاري تنظیم، رغنیزو پروژو، صفایۍ او ترڅنګ کاروباري ګاونډي څخه په ځېنو مواردو کې د ښاروالۍ ادارې ته خپل شکایتونه وړاندې کولی شي.

د ښاري حکومتوالۍ د پياوړتیا، ولسي ګډون او د چارو د اصلاح په هدف د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معینیت څخه ټولو ښاروالیو ته د ښاریانو د شکایتونو اوریدو او ستونزو ته یې په وخت رسیدګۍ باندې ټینګار شوی او د مراجعینو د خدماتو مرکز ورته جوړ شوی/ جوړیږي د شکایاتو ځانګړې برخه فعالیت شوي او د طرزالعمل مطابق د ښاریانو شکایتونه اخلي او د شکایاتو رسیده ګۍ کمېټې سره یې شریکوي.

اهداف:

  • په ښاروالیو کې د چارو د تنظیم په هدف د ښاریانو شکایاتونو ته په وخت رسیده ګي
  • د ښاروالۍ د اجرآتو او خدماتو څخه د شکایاتو وړاندې کولو زمینه سازي او د پروسې تقویت
  • د ښاروالۍ د اجرآتو څخه د رضایت او عام باور زیاتول او تقویه کول

اصطلاحات

شکایت: هغه غوښتنه ده، چې د شخصي او یا حکمي شخص له لورې یو د لاندې مواردو څخه ښاروالۍ ته د رسیده ګۍ په غرض وړاندې کیږي.

  1. د ښاروالۍ د قانوني مکلفیتونو نه اجرا کول
  2. د عادلانه خدماتو نه وړاندې کول
  3. د ښاروالۍ او اړوند ناحیو له لورې غیرقانوني اجرات

 شکایت کوونکی: هغه حکمي یا حقیقي شخص دی، چې ددې طرزالعمل د موادو مطابق خپل شکایت ښاروالۍ ته د اثباتیه مدارک سره یوځای وړاندې کوي.

د شکایت د ثبت او ارایه کونې وسیلې (چینلونه)

1 – د شکایت کوونکي مستقیمه مراجعه: شکایت کوونکی کولی شي، چې په مستقیم ډول د مراجعینو د خدماتو مرکز کې د شکایاتو مامور څخه ځانګړي پاڼه ترلاسه کړي؛ خپل شهرت (نوم، دپلار نوم، تذکرې شماره، تلیفون شمیره، استوګنیزه ساحه) او خپل شکایت سره د اثباتیه مدارکو ثبت او مامور ته وسپاري.

2 – تلیفوني اړیکه: شکایت کوونکي کولی شي، چې خپل شکایت د مراجعینو د خدماتو مرکز مخصوصي شمارې سره د اړیکې له لارې شریک کړي.

 (0774 313 314)

3 – د شکایاتو صندوق: شکایت کوونکی کولی شي، چې د ښاروالۍ له لورې په ښار کې نصب شوي صندقونو ته خپل شکایت د بشپړ شهرت په وړاندې کولو سره واچوي او د اړوند مامورینو له لورې په میاشت کې دوه ځله راټولیږي.

4 – برېښنالیک: شکایت کوونکی کولی شي، چې د ښاروالۍ د ویب سایټ او فسبوک څخه د مشخصو فورمو له لارې خپل شکایت د ښاروالۍ اعلان شوي برېښنالیک ته ولیږي.

(khostmunicipality95@gmail.com)

5 – ویب سایټ: شکایت کوونکی کولی شي، چې د ښاروالۍ د ویب سایټ څخه په انلاین ډول فورمه ډکه او خپل شکایت ارایه کړي.

6 – ټولنیزه پاڼه (فسبوک): شکایت کوونکی کولی شي، چې ډکه شوي فورمه د ثبت او رسیده ګۍ په هدف ولیږي.

(خوست ښارواليkhost municipality )

7 – عمومي ناستې: شکایت کوونکی کولی شي، چې په عمومي ناستو (حساب ورکونې غونډه، د مشورتي شورا او د ناحیو د استوګنو ناستې) کې خپل شکایت بیان او موظف شوي مامور سره د شکایت په ثبت کولو کې لازمه همکاري ترسره کړي.

8 – رسمي مکتوب: شکایت کوونکی کړای شي، چې خپل شکایت د رسمي مکتوب په ذریعې سره ښاروالۍ ته وړاندې کړي.

9 – د ښاروال سره مستقیمې خبرې: شکایت کوونکی کولی شي، چې د اوونۍ په ځانګړو ورځو (یکشنبه، چهارشنبه) په مستقیم ډول د ښاروال سره د مخامخ لیدنې له طریقه شریک کړي.

دا هغه چینلونه یا وسیلې دي، چې شکایت کوونکی خپل شکایت یو د لاندې مرجع په وړاندې ثبت او وړاندې کوي.

1- ښاروال 2 – د ښاروالۍ کارمندان 3 – ښاري 4 – سایر (نوره)

د شکایت د ثبت فورمې نمونه

د افغانستان اسلامي جمهوریت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د ښاروالیو معینیت

د خوست ښاروالۍ ریاست

ښاري حکومتوالۍ آمریت

 

 د شکایاتو د ثبت اوله پاڼه :

د وړاندې کولو نیټه :          /          /

د شکایت کوونکي ځانګړتیاوې
  د پلار نوم   نوم او تخلص
  اوسنی هستوګنځی ناحیه، ګذر، محل   د اړیکې شمیره او برېښنالیک
د شکایت موضوع :
په چا باندې شکایت شوی:
د اثبات دلایل :

 

د شکایت کوونکي لاسلیک          (                                            )

د ښاروالې لپاره
د شکایت د ثبت نېټه: د شکایت د ثبت شماره:
  د شکایت ثبت کوونکي مامور لاسلیک :
تېرېدنه
  د انصراف نیټه:
  د انصراف کوونکي لاسلیک:

نوټ : د شکایت کوونکي د محرمیت اصل په مراعتولو سره باید کمیټې ته یواځې شکایت وړاندې شي، نه د شکایت کوونکي شهرت

په مرکزي ښاروالیو کې شکایاتو د رسیده ګۍ کمېټه

  • ښاروال د رئیس په توګه
  • د ښاري حکومتوالۍ آمر د منشي په توګه
  • د مشورتي شورا مرستیال د غړي په توګه
  • تخنیکي او سکتوري آمر د غړي په توګه
  • مالي اداري آمر د غړي په توګه
  • د ځوانانو او تساوي جنسیت کارپوه د غړي په توګه

شکایاتو ته د رسيده ګۍ مرحلې

  • د شکایت ثبت (د شکایاتو مامور لخوا)
  • ارجاع (کمیتې ته وړاندې کول)
  • فیصله (د شوي شکایت په اړه اړوند مرجع ته دنده ورکول)
  • اقدام (د مرجع له لورې د دندې نهایي کول)
  • اخبار (شکایت کوونکي ته د ستونزې د حل خبر ورکول)

دا په ښاروالیو کې د شکایت ثبتونې چې د ښاریانو یو سالم حق دی، مراحل دي او ښاریان کولی شي خپل شکایت پر هغه ستونزو باندې چې په واقعي مانا سره موجودیت ولري او اثباتیه مدارک (ثبوت) ولري؛ د ښاروالۍ پر اداره او هغه ښاري باندې چې د یو کاروباري/استوګن د خنډ سبب ګرځیدلی؛ ثبت کړي او ټاکلي شکایت ته به د طرزالعمل مطابق په ظرف د ۱۵ ورځو کې رسیده ګي کیږي او د ستونزې د حل وروسته به شکایت کوونکي ته د شکایت د حل خبر ورکول کیږي.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ

12:00 ب‌ظ

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي