د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


برېښنایي حکومتوالي او پر ادارو یې اغېزې!

10 Jul 2021  
برېښنایي حکومتوالي او پر ادارو یې اغېزې!

 

لیکنه: محمدالله شېرزی

پېژندنه:

کله چې د حکومتوالۍ کلمه اورو/وینو، نو په سم لاسي ډول راته په دفتر یا کارځای کې د تنظیم، چوکاټ او د یوې منظمې رهبرۍ لاندې د ځانګړي ټیم کار ترسره کول ذهن ته راځي، چې د خپل ولس او ښاریانو د ژوند د خونديتوب، ارامتیا او پرمختګ دپاره کار کوي.

مخکې لدې چې د حکومتوالۍ په نوي او معاصر ډول (برېښنایي حکومتوالۍ) بحث وکړو، ښه دی چې لومړۍ د حکومتوالۍ په اړه یو څه وړاندې کړو:

حکومتوالي؛ د Kybernan یوناني کلمې څخه مشتق شوې، چې د ازماېښت، اداره کولو او هدایت کولو په مانا دی. په اصطلاح کې حکومتوالي د تصمیم نېولو پروسې او د تصمیم تطبیق یا نه تطبیق د حکومتوالۍ څخه عبارت دی.

(حکومتداری، فصل اول)

حکومتوالي په لغوي او اصطلاحي ډول سره وښودل شوه او دغه درک مو ترې وکړ، چې حکومتوالۍ هغه اداري محور دی، چې په چارو کې د تنظیم او ښه والي په موخه ترې ګټه اخېستل کیږي او په بنسټ یې تصمیم نېول کیږي او په رڼا کې یې اجرات صورت نیسي.

اوس راځو خپلې موضوع ته، حکومتوالي په خپل جوړښت کې زیات ډولونه لري، چې یو مهم ډول یې  برېښنایي حکومتوالي (Electronic Governance) دی او چورلیز هدف یې د برېښنایي وسایلو/وسایطو څخه، چې د نننۍ نړۍ د پرمختګ محراق دی؛ په سمه توګه ګټه اخېستل او په کم وخت کې چارې ترسره کول دي.

برېښنایي حکومتوالي؛ د دوو کلمو څخه ترکیب شوېده، چې یوه برخه یې برېښنا (عصري تکنالوژي، سرعت او دقت) دی او بله هغه یې حکومتوالي (د چارو تنظیم، اداره کول او تصمیم نېول) دی.

که په ټولییز ډول ووایو: “برېښنايي حکومتوالي هغه پروسه ده، چې د عصري تکنالوژۍ په پرمټ د یوې ادارې یا ارګان ټول اداري، مالوماتي او پراختیایي سیستمونو رهبري، ساده سازي او نظارت پر غاړه لري.”

یا د ښه ترویج په موخه د الکترونیکي وسیلو (ابزارو) څخه استفاده کول برېښنایي حکومتوالي دی.

ارزښت او ګټې:

لکه څه ډول مو چې د برېښنایي حکومتوالۍ په پيژندنه کې ولوستل، چې نوموړي برخه د حکومتوالۍ یو با ارزښته او مډرن ډول دی،د نړۍ پوهانو له خوا په اداري او نورو برخو کې د چټکتیا او دقت په موخه رامنځته شوې او بې د کوم تبعیض او موقف په اساس په ټولو کارکوونکو یو ډول خپل اصول مني او کمي زیاتي ته پکې ځای نشته، نو د فوق العاده ارزښت څخه برخمنه شیوه او پروسه ده، چې ځینې ګټو څخه یې په لاندې ډول یادونه کولی شو:

  • د فساد کموالی
  • د روڼتیا (شفافیت) لوړتیا
  • د ارامتیا (راحت) زیاتول
  • د داخلي ناخالصو تولیداتو پراختیا
  • د رایه ورکوونکو مستقیم ګډون
  • د کُلي لګښتونو په برخه کې کموالی راوستل
  • د دولت د نفوذ غځیدلې ساحه
  • د پروسو ساده کول
  • د بشري قوې پرځای په برېښنایي وسایلو تمرکز
  • وخت پېژندنه او لومړیتوب ورکول

خنډونه او ستونزې:

د نړۍ هر څیز د ښیګڼو ترڅنګ نیکړتیاوې او بدګڼې هم لري، چې دا یو معمول دی، خو کله چې کوم کار کې د ښیګڼو سلنه لوړه وي، نو باید نیمګړتیاوې یې په جدي ډول پام کې ونه نېول شي او د اصلاح دپاره یې هڅې وشي. پدې لیکنه کې یې د ځینو نیمګړتیاوو او ستونزو څخه یادونه کوو:

  • بې روزګاري: د تکنالوژۍ په مروج کیدو سره په ډېرو مواردو کې بشري قوه له دندو لرې کړل شوې او ځای یې تکنالوژۍ نېولی.
  • ټیټ کیفیت: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو او شرکتونو کیفیت ټيټ دی او په هغه اندازه، چې ورته اړتیا لیدل کیږي، خدمات یې ندي وړاندې کړي.
  • له منځه تلل: په ډيریو مواردو کې دفتري اسناد او نور مهم توکي، په کمې بې پروایۍ سره د تل لپاره د منځه تللو ویره وي او کیږي هم، چې جبران کول یې امکان نه لري.
  • نه بلدتیا: پخواني اداري کارمندان یې له کارونې عاجز دي او په ځینو کې حتی ددې پروسې مخالفت هم کوي، چې علت یې د دوی د زیرې دستۍ کلمې محدودول دي.
  • د مسلکي کسانو کموالی: چون دغه لړۍ په نړۍ کې پیړۍ مخکې ترویج شوي، خو زموږ هېواد یې د څو کالونو راهیسې تجربه کوي، نو په هغه اندازه مسلکي کسان، چې ورته اړتیا لیدل کیږي؛ شتون نه لري.

کاریدونکې وسیلې او اغیزې یې:

د برښنایي حکومتوالۍ ساحه اوس ټولشموله ده، له جومات نېولې تر دولتي او غیر دولتي ادارو، بانکونه، پوهنتونونه، ښوونځي، لویې او وړې د توکو پلورنځی، چاپ خونې، لوبغالي او نور ګڼ ځایونه په بر کې نیسي او د یوې نه یوې برېښنایي آلې/وسیلې څخه ګټه پورته کوي، چې د کار ساحه او کیفیت کې یې د پام وړ تېزوالی او خوندیتوب رامنځته کړی دی، چې ځینې مهمې او کلیدې وسیلې یې د اغیزو سره یو ځای وړاندې کوو:

  1. برېښنایي حاضري (Electronic Attendance): برېښنایي حاضري هغه آله ده، چې د کارکوونکو دندې ته په وخت راتګ او تګ برخه کې بې پرې عمل کوي او بې له دې چې د موقف او نزاکت په اساس د چا لحاظ وکړي، بلکې خپل مسولیت په سم او دقیق ډول پر مخ وړي. په دولتي ادارو کې تر ټولو لویه ستونزه د کارمندانو ناوخته راتګ، وختي تګ او غیر حاضري کول دي، چې د ادارې مشر د ځینو نزاکتونو او یا پرلپسې ټینګار سره – سره پدې نه توانیږي، ترڅو دغه برخه اصلاح کړي، خو پدې وروستیو کې د رهبریت او مدیریت تر ټولو غوره لاره د برېښنایي حاضرۍ نصبول دي، چې د مامور ټول حاصل د میاشتې په پای کې بې له کومې تېروتنې درته درکوي او د همدې راپور پر بنسټ خپله میاشتنۍ اجوره (تنخوا) ترلاسه کوي.
  2. امنیتي کمرې (Security Cameras): امنیتي کمرې هغه غوره برېښنایي الې دي، چې په امنیتي خوندیتوب، جرایمو کنټرول، د کارځای څخه ډاډمنتیا او د زیاتې بشرې قوې پرځای ترې کار اخېستل کیږي. د یادو آلو په ترویج سره اوس مهال د دولتي ادارو نېولې، تر تولیدي کارخونو، لویو مغازو، بانکونو، روزنیزو مرکزونو او کورونو کې استفاده کیږي او د اغېزمنتیا په برخه کې یې رول بې ساری دی، ځکه چې مسول کس د نفوذ لاندې ساحه په عین شکل سره په ژوندۍ بڼه ګوري او د چا د بیا ځلې لیدلو او غلا پرمهال یواځې یوه کلېک سره خپل غوښتل شوي هدف ته رسیږي او بله ښیګڼه یې داده، چې لسګونه ساعتونه او ورځې وروسته عین صحنه د ثبت شوي ویډیو پرمټ لیدلی شي.
  3. په نقلیه وسایطو کې مالومونکې نښې نصبول (G P S): په نقلیه وسایطو کې د مالونکې نښې (GPS) تر ټولو مهمې الکترونیکي آلې دي، چې په انلاین ډول د موټر موقعیت او ساحه راته په نښه کوي. ډير کله د مالک او مادون ترمنځ د زیاتو مصارفو پر سر ستونزې را ولاړیږي، چې حتی د لفظي او فزیکي برخورد ملې وي. په اوسني وخت کې ددې الو په نصبولو سره د فساد مخه نېول کيږي او شیبه په شیبه د نقلیه وسیلې موقعیت ښکاره کوي، چې د مصارفو اسانه محاسبه ترې صورت موندلی شي. د اغېزمنتیا په اړه یې که ووایو، د فساد د مخنیوي تر څنګ د نقلیه وسیلې د ورکې په برخه کې، چې البته وسیله د کنټرول له ساحې نه وي وتلي؛ په موندنه کې یې همکاري کولی شي.
  4. اړیکې (Contact): لکه څه ډول چې ژوند په اړیکو ولاړ دی، همداسې دنده او کاروبار هم بې د اړیکو صورت نشي نېولی. اړیکې مختلف ډولونه لري، چې موږ دلته په برېښنایي اړیکو او وسیلو باندې بحث کوو. پدې ډول اړیکو کې کولی شو، چې تلیفون، برېښنالیک، واټساپ، سکایپ، وایبر، ایمو، ټیلیګرام او خواله رسنۍ لکه فسبوک، ټویټر او انسټګرام یادونه وکړو، چې په کم وخت کې موږ خپل مطلوب هدف ته رسوي. ددې ټولو اړیکو بنسټيزه سرچینه انټرنېټ دی، چې ټوله نړۍ یې په یوه کلي بدله کړیده. د دفتري چارو د پلان او راپور ورکونې ها خوا انلاین زده کړې او د هېوادونو او ښارونو په کچه پرې سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کیږي، چې د پرتو لویو غرونو او سیندونو لارې یې رالنډې کړیدي.
  5. مالوماتو وړاندې کول (Information): څه ډول چې ادارې د اطلاعاتو اصل ته په ژمنتیا مکلفې شويدي او باید هر وخت اطلاعاتو د لاسرسي قانون پر بناء ولسونو/ښاریانو ته مالومات وړاندې کړي، نو پدې برخه کې هم دغه سیستم د مالوماتو وړاندې کولو وسیلې لري، چې د اداري مالوماتو ترڅنګ سوداګریزې، روزنیزې او ګڼې نورې خبرتیاوې خپروي. د بېلګې په ډول یې ویب سایټ، ډیتابیس، فسبوک او نورې وسیلې یادولی شو. پدې برخه کې دوه مهم کارونه صورت مومي:
  • یو د اطلاعاتو په وخت خپرول.
  • او بل د مالومات زیرمه کول یا ساتنه.

نوموړي ځانګړتیاوې په نورو لارو کې نشو موندلی، ځکه په چټک ډول د دقیقو مالوماتو وړاندې اړتیا ده او همداشان د مالومات خوندي کول او ارشیف کول؛ تر ټولو ستر کار او ضرورت دی، ځکه هر مدیریت او کار د اسنادو ساتنې او خوندي کونې ته اړتیا لري.

د پورته یادو شویو برېښنایي وسیلو بر علاوه لسګونه نورې لویې او وړې برېښنایي الې شتون لري، چې موږ ترې په ورځني ژوند کې ګټه اخلو لکه: راډیو، تلویزیون، کمپیوټر، پروجکټور، پرینټر، لوډسپیکر… او نور، چې په اداري، ښونیزو، روزنیزو، کلتوري، سوداګریزو، بانکي، اطلاعاتي، تفریحي، هنري، سپورتي او ګڼو برخو کې ورڅخه کار اخلو او زموږ په کارونو کې یې د پام وړ ښه توب او اسانتیا رامنځته کړې ده.

پایله:

د پایلې په توګه که ووایو؛ د برېښنایي حکومتوالۍ په ترویج سره موږ مطلوب هدف ډېر ژر او د زیاتې انساني قوې په کم وخت کې په سم ډول ترلاسه کولی شو، ځکه هغه اسانتیاوې، چې په نړۍ کې دې پروسې رامنځته کړي، په کلاسیکه حکومتوالۍ او مدیریت کې یې څرک نه تر سترګو کیږي، چې ښه بېلګه یې د چین، هندوستان، روسیې، امریکا او نورو پرمختللو هېوادونو کې د میلیوني نفوس ټاکنو پایلې یادولی شو، چې په یوه شپه او ورځ کې یې پایله اعلانیږي. همدارنګه نیمګړتیاوې هم یادې شوې، چې باید د اصلاح او ښې استفادې په توګه ترې کار واخېستل شي او د ۳٪ سلنه بدګڼو سره باید ۹۷٪ سلنه ښیګڼې قرباني نه کړو.

نو لازمه ده، چې موږ د اوسنۍ نړۍ ددې پرمختللي تکنالوژۍ د دور څخه په سمه توګه ګټه واخلو او هغه فرصتونه، چې موږ ته په لاس راغلي؛ د خپلو مشتریانو په ګټه او پرمختګ سره وکاروو او په پخواني زاړه سیستم او پیچلو پروسو ټینګار ونکړو، بلکې د عصرۍ تکنالوژۍ له شته خداماتو څخه په نوي بڼه او نوي فکر د ادارې/نهاد د پرمختګ او اسانتیا راوستو په هدف کار واخلو.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ

12:00 ب‌ظ

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي