د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


خوست ښاروالي

24 Jun 2021  
خوست ښاروالي

خوست ښاروالي

خوست؛ هغه ښار چې سړکونه او کوڅې یې له لا لهانده وګړو او عصري موټرو ډکې دي. په ۱۳۳۲ لمریز کال؛ هغه مهال چې خوست د پکتیا ولایت لویه ولسوالي وه او ارواښاد فیض محمد خان یې حکمران و، د وخت د اړتیا له مخې خوست ښار(اوسنی ښار) په فني ډول ډیزاین او ورسره سم یې ښاروالي هم تاسیس کړه، چې لومړی ښاروال یې د سیمې مطرح میرزاقلم عبدالوکیل و او دا لړۍ تر ۳۱ ښاروالانو رسېدلې او د مرکزي ادارې د لزوم دید په اساس به نوی ښاروال خپله دنده پیلوي.

خوست ښاروالي پخپل تشکیل کې ۳۵۱ تنه کارمندان لري، چې مامورین او خدمتي کارکوونکي (اجیران) پکې شامل دي. نوموړی تشکیل د څلورو امریتونو او شپږو ناحیو مسولینو لخوا اداره او خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي. خوست ښار د تفصیلي پلان په اساس ۳۳.۴۸۸ کیلو متره مربع مساحت لري او تخمیني ډول نږدې ۳ لکه خلک استوګنه او راکړه ورکړه کوي، چې د ستراتیژيک پراختیایي چارچوب (SDF) په منظوریدو سره دغه مساحت تغییر کولی شي. ښاروالي اوس مهال ۲۳ فعال وسایط (ډمټرک، ټانکر، تراکتور، خپاره، جي سي پي، کرولا، پیکپ) لري، چې ورځني ډول په ترانسپورتي او خدماتي برخه کې ترې ګټه اخېستل کیږي.

لاسته راوړنې

ښه حکومتوالي:

  • د ښاروالۍ تشکیل رتوب معاش ته اړول او د (۸۰٪) ځوانو مسلکي کدرونو ګمارل
  • د ناحیو دفترونه اړوند ساحو ته انتقالول او لازم تشکیل ورکول
  • د ښاروالۍ د ټولو دفترونو مجهز کول، د اداري غونډو او عمومي ناستو د تالارونو جوړول
  • په ښاروالۍ کې د وخت مدیریت پېژندنې او اصلاحاتو په هدف برېښنایي حاضري فعالول
  • د ښاروالۍ په ټولو نقلیه وسایطو کې د چارو د بهود او مدیریت په هدف GPS نصبول
  • د ښاري اصنافو او متخصصینو څخه د مشورتي بورډ ټاکل
  • د ښاري ستونزو د حل او مشترکو طرحو شریکولو په موخه د ښاري نظم او پراختیا کمیسون تاسیسول
  • د حکومتوالۍ د پیاوړتیا او روزنې په هدف په ۸ مرکزي ښوونځیو کې د ښاروالیو کمیټو جوړول
  • د شپږګونو ناحیو په کچه د (۵۲) ګذرونو تعینول او ګذر وکیلان یې ټاکل
  • د شفافیت راوستو په پار په میاشنیتۍ، ربعوار او کلني ډول د حساب ورکونې د غونډو دایرول
  • د جنډر کميټې او شکایاتو د لاسرسي کمیټې تاسیس
  • په ولایتي کچه د ټولو ملي او نړیوالو مناسبتونو نمانځنه او فعال حضور
  • د زرغون خوست تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو اشر او کلنی کلتورې میلې ترسره کول
  • د IFMS اړوند CMS,PMS,DMS انلاین جوړو شویو ډيټابیسونو فعال ساتل
  • د ولایت په کچه د ښاروالیو شبکې تاسیسول
  • (زما ښار) د ځانګړې مجلې تاسیس او خواله رسنیو کې د کړنو ښودل
  • د کریکټ، فوټبال او کبډي منتخبو لوبډلو جوړول او لوبول
  • د میمنې ښاروالۍ سره د همکاریوه هوکړه لیک لاسلیکول
  • مجهز د ښاریانو خدماتو مرکز جوړول

عواید:

  • په عایداتي برخه کې د پام وړ لوړوالی راغلی، نوي سرچېنې تشخیص شوي او غیر فعالې سرچینې فعالې شويدي.
  • ۱۳۹۵ کال عواید (115,045,719)
  • ۱۳۹۶ کال عواید (118,088,831)
  • ۱۳۹۷ کال عواید (131,400,886)
  • ۱۳۹۸ کال عواید (131,397,158)
  • ۱۳۹۹ کال عواید (137,714,562)

بیارغونه او انکشاف

د خوست ښار حلقوي او داخلي سړکونه کالونه پخوا جوړ شوي وو، چې د وخت په تېرېدو او زیاتې ګڼې ګوڼې په اساس تخریب شول، چې د ښاروالۍ له لورې یې د ۱۳۹۴ کال څخه د اساسي رغوونې پلانونه ترتیب او تر نن ورځې پورې جریان لري. د ښاري پراختیا او رغوونې په برخه کې لویه ستونزه د ښاروالۍ کم عواید او ښاریانو ته د ډېرو خدماتو وړاندې کول وو، چې د ښاروالۍ د وخت رهبرۍ د تلاشونو او هڅو په اساس وتوانیدو دغه برخه کې د مرکزي ادارې تشویقي بودیجه او نورو نړیوالو ډونرانو له لورې دغه ستونزه حل شي.

د تېرو پنځو کالونو په جریان کې د ښاروالۍ پراختیایي بودیجې او مرستندویه ادارو له لورې د ښار په شپږګونو ناحیو کې لسګونه کیلو متره سړکونه، لښتي، پیاده روونه، ګلدانونه رغول شوي او همداشان په شپږمه ناحیه کې د تشویقي بودیجې پر مټ او څلورمه ناحیه کې د IRC پاټریپ له لورې دوه منزله تجارتي مارکیټونه جوړ شول او  د رغونې دغه لړۍ د ښار په ټولو ناحیو کې د CIP, EZ – KAR  او نورو همکاره برنامو سره یوځای د ښاروالۍ بودیجې او پلانونو مطابق روانه ده، چې د ښار تجارتي زون ترڅنګ په نږدې ټولو رهایشي (استوګنیزو) پروژو کې تطبیقږي.

 

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ

12:00 ب‌ظ

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي