هندوستان په راتلونکي 2031 کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام ، نړیوال شل اوریز جام او چمپین ټرافي کوربتوب لپاره خپله علاقمندي د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي سره شریکه کړي.
د هند ترڅنګ اسټرالیا، بنګله دیش، انګلستان، سریلنکا، ویسټنډیز، پاکستان، امریکا، مالیزیا، ایرلېنډ، متحدا عرب امارات، نیوزلېنډ، سوت افریقا، سکاټلېنډ، عمان، نمیبیا او زمبابوې هغه هیوادونه دي چې له 2024 تر 2031 کال پورې یې د ای سي سي نړیوالو ایوېنټونو کوربتوب ته علاقمندي ښودلي.
روان کال سیپټمبر به د اړوند اوولس هیوادونو د کوربتوب مالوماتي پروپوزلز له ای سي سي سره شریک شي او وروسته به کرکټ نړیواله شورا پدې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
سمون