د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


سپورتي لوبغالي او روزنځایونه

27 Jun 2021  
سپورتي لوبغالي او روزنځایونه

سپورت

خوست د نورو برخو ترڅنګ د سپورت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی، چې په مختلفو څانګو کې یې د روزل شویو ورزشکارانو له لورې هېواد ته ویاړونه او اتلولۍ راوړي دي، چې بېلګې یې د کریکټ، فوټبال، رزمي لوبو، تکواندو او بدن ښکلا برخو کې یادولی شو. پدې ولایت کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د ملي لوبو ترڅنګ کریکټ، فوټبال، کبډي، نېزه وهنه، تکواندو، اوشو، هاکي،باسکټ بال، بایسکل ځغلونه، شطرنج او ګڼې نورې رزمي او سیمه ییزې لوبې ترسره کیږي او د ورزشي امریت په چوکاټ کې لسګونه کلبونه او اکاډمۍ په فعالیت بوختې دي.

هره لوبه یوه خوندي او مصون ځای ته اړتیا لري، چې په ښه ډول سره د اسانتیاوو په شتون کې لوبغاړي خپل تمرین او لوبې ترسره کړي. پدې ولایت کې هم په دولتي او شخصي امکاناتو باندې د لوبو دپاره په ملي او سیمه ییزه کچه لوبغالي او روزنځایونه جوړ شويدي، چې ځینې یې په لاندې ډول یادوو:

  • اماني فوتبال لوبغالی: د فوتبال نوموړی لوبغالی د ښار دویمې ناحیې ۳ ګذر کې شتون لري، چې د مرکزي دولت له لورې په اساسي ډول رغول شوی. نوموړی لوبغالی د فوتبال په اصولو برابر لوبغالی دی، چې په یو وخت د شاوخوا (۱۸۰۰۰) اتلس زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت لري او د ولایت او زون په کچه پکې د فوټبال لوبې ترسره کیږي.

د نوموړي لوبغالي په داخل کې د رزمي لوبو څو کلبونه شتون لري، چې په ورځني ډول سره لوبغاړو ته روزنه پکې ورکول کیږي او  تر څنګ یې د کریکټ او فوتبال روزنیزې اکاډمۍ او د هاکي یو لوبغالی هم رغول شوي او لوبې پکې ترسره کیږي.

  • خوست کریکټ لوبغالی: خوست د کریکت کور بلل کیږي او پدې ولایت کې یې لوبغاړي او مینه وال بیخي زیات دي. د خوست کریکټ لوبغالی د افغانستان کریکټ بورډ له لورې د ښار شپږمې ناحیې ۱ ګذر کې د اداري کمپلکس لاندې ساحه کې جوړ شوی دی، چې دا مهال نږدې (۱۰۰۰۰) لس زره کسان ځایوي، خو خوستوال یې تل په نړیواله کچه جوړولو غوښتونکي دي او د هېواد به سطحه د لوبو کولو هیله ترې لري او ولایتي، زون په کچه، کلب لیول او نورو لوبې پرې د ملي لوبغاړو شتون کې کیږي.

پدې لوبغالي کې د لوبغاړو د ناستي ځای (Dicing Room) ترڅنګ د احاطې په داخل کې د روزنیزې اکاډمۍ او لوبغاړو دپاره د اوسیدو ځای (Guest House) په پام کې نېول شويدي.

  • شخصي کریکټ لوبغالی: پدې حوزه کې د کریکټ د زیاتې لیوالتیا له وجې څو کاله وړاندې د لومړۍ ناحیې ۴ ګذر ماڼۍ ساحه کې د متشبثنیو له لورې یو شخصي لوبغالی ورغول شو، چې په یوه وخت د زرګونه ننداره کوونکو ظرفیت لري او دا مهال هم د افغانستان کریکټ بورډ په چوکاټ کې داخلي لوبو ترڅنګ پکې د سیمه ییزو او ولایتي لوبډلو ترمنځ پکې لوبې ترسره کيږي.
  • د حکیم تڼیوال پارک لوبغالي: د څلورمې ناحیې ۱ ګذر کې د استاد حکیم تڼیوال پارک کې د ساعت تیری د نورو برخو ترڅنګ د د مس عینک کریکټ لوبغالی، د فوټبال لوبغالی او والیبال دپاره یو مناسب لوبغالی ځاګړي شوي او دغه لوبغالي د لوبو د قواعدو او اصولو مطابق سلګونه کسان ځایوي او مهمې لوبې پرې ترسره کیږي.
  • والیبال جمنازیوم: په خوست کې د نورو لوبو ترڅنګ والیبال هم مینه وال لري او د مرکز ترڅنګ یې په ولسوالیو کې هم دغه لوبه ترسره کیږي. په ښار کې کالونه وړاندې د والیبال دپاره یو جمنازیوم د دویمې ناحیې ۳ ګذر تخته بېکې لاندې ساحه کې جوړ شوی، چې یو وخت به پرې هره جمعه خوندورې لوبې ترسره کیدلې، خو دا مهال یاده ساحه کې د مستري خانو، نورو کاروبارونو او جمنازیوم حالت بې خونده دی او لوبې په نورو فرعي ځایونو کې ترسره کیږي.
  • دولتي جمنازیوم: په همدې کال د شپږمې ناحیې ۱ ګذر اداري کمپلکس کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړې بودیجې څخه جمنازیوم جوړ شو، چې په یو وخت د نږدې ۵۰۰ پنځه سوه کسانو د ځایولو ظرفیت لري، چې د پلان مطابق به پکې اړونده لوبو ته زمینه پکې مساعده شي او مهمې سیالۍ به پکې ترسره کیږي.
  • د باسکټ بال لوبغالی: د سره صلیب له لورې په خوست کې د دې لوبو دپاره یو لوبغالی جوړ شوی، چې د لوبغاړو ترمنځ لوبې پکې ترسره کیږي.

د دې ترڅنګ دا مهال په شپږمه ناحیه کې یو سپورتي کمپلکس، چې د ښاروالۍ له لورې خصوصي سکتور ته ورکړل شوی، تر کار لاندې دی او په مختلفو ناحیو کې د پلان مطابق ورزشي ځایونه/ لوبغالي شتون لري، چې په وخت سره به جوړیږي او د ښار ۵۲ ګذرونو څخه په هر یوه کې یې لسګونه سیمه ییز لوبغالي شتون لري، چې لوبې پرې ترسره کیږي.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ
لمر

12:00 ب‌ظ
لمر

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي