د خوست ښاروالي
0093774313314
info@khost-m.gov.af
English دری
  • خبرونه
  • لومړى پاڼه
  • ښار
    • تاریخي ځایونه
    • د ساتیرۍ ځایونه
    • سپورتي ځایونه
  • ښاروالي
  • برنامې او پروژې
  • قوانین او تګلارې
    • قوانین
    • مقرری
  • ښاري مسایل
  • ښاري مجموعې
  • سپورت
  • اعلانونه
    • د دندې اعلانونه
    • داوطلبي
    • اعلانونه
  • اړيكه


خوست په اړه

24 Jun 2021  
خوست په اړه

د خوست پروفایل 

(موقعیت او پېژندنه، تاریخي او فرهنګي شتمني، کلتور او دودونه، ښوونیز او رسنیز بهیر، کرنه او مالداري، سوداګري او صنعت)

موقعیت او پېژندنه

خوست د پلازمینې کابل جنوب ختيځ ته 238 کیلومتره په فاصله پروت ولایت دی. د مساحت له پلوه کوچنی دی چې (۴۱۵۲)کیلو متره مربع پراخوالی لري، خو د متعددو ځانګړنو له اړخه يې د هېواد د يوې نوې خوځنده حوزې په توګه ځانګړی ځای خپل کړی دی. یاد ولایت درې نيمې لسيزې وړاندې د هېواد د نورو لويو ولسوالیو په څېر د پکتيا ولایت لویه ولسوالي وه، خو د شپتمې ۶۰ لسيزې په اوږدو کې د دريمې درجې ولايت په کتګوری کې شامل شو، چې څو کاله وړاندې د دوهمې درجې ولایت او پدې وروستيو کې د جلالتماب ولسمشر محمداشرف غني په حکم یې لومړۍ درجې ولایت ته ارتقا وکړه.

د غرونو په ځنځیري ښکلا کې راګیر خوست؛ په شمال، لویدیځ او جنوب لویدیځو برخو کې د پکتيا او پکتيکا ولایتونو سره لګېدلي دی. په ختیځه او جنوب ختیځه برخه کې د پښتونخوا د قبايلي سيمې وزيرستان او کُرمې ايجنسۍ سره د ۱۸۵ کيلومترو په اندازه د ډيورنډ فرضي کرغېړنه پوله لري.

د خوست مرکز پخپله خوست دی. د دریو اداري واحدونو(متون، شمل، لکڼ) ترڅنګ ۱۲ ولسوالۍ(صبري، تڼي، باک، ځاځي میدان، علیشېر، ګربز، اسماعیل خېل او مندوزي، نادرشاه کوټ، دوه منده، سپېره، قلندر او موسی خېل) لري، چې د ځينو ناتائيد شویو احصايو له مخې کابو ۲ مېليونه نفوس پکې ژوند کوي.

اوسېدونکي يې ټول پښتانه دي. ځدراڼ، منګل، صبري، تڼي، متونوال، ځاځي، لکڼ، مندوزي، ګربز، اسمعیل خېل، بابکر خېل، ځني خېل، تیرزایي، مقبل، شمل، خرڅین، بلخېل، یعقوبي، قدم، غلجي، لېونخېل، لنډر،پيران یې مشهور قومونه او قبیلې دي. ددې ترڅنګ خوستي هندوان او سکهان هم کالونه پخوا دلته مېشت شویدي، چې سوداګري یې دلته رواج کړېده. دوی اوس هم(پرېم نګر – د مينې کلی) لري.

تاریخي او فرهنګي شتمني

خوست د تاریخي او فرهنګي اړخه بډایه ولایت دی، چې د پیړیو مخکې امپراطوریو مشران لدې ځایه تېر شوي/استوګن شوي او نښې نښانې یې لا هم پاتې دي. په خوست کې دا مهال د اطلاعاتو کلتور ریاست سره له ۱۵ څخه زیاتې تاریخي آبدې او باستاني سيمې، ۷ تاريخي جوماتونه ثبت دي، چې ځینې یې په لاندې ډول یادولی شو:

  • خواجه متون تپه: د ښار په شمال لوېديځه څنډه کې موقعيت لري؛ د ښار حاکمه نقطه ده او د متون بابا مشهور زيارت او لرغونې ډبرينې نظامي ودانۍ لري.
  • تخته بیکه: د ښار په جنوبي څنډه کې د تخته بيکې (بيک) په نوم دوه لرغوني سايټونه خورا د پام وړ دي چې پر نسبتاً ټيټو غونډيو د نادر خان په دوره کې ودانې شوېدي.
  • پروژې باغ: دغه زراعتي ساحه ده، چې د المانيانو لخوا په ښکلي سبک جوړې ډبرينې ودانۍ هم پکې شوي او د ځانګړي فرهنګي ارزښت څخه برخمنې دي.
  • حصار غونډۍ:دغه هم یوه باستاني ساحه ده،چې قدامت یې خوارزم شاهانو (۳۴۰ه)دورې پورې رسیږي او تر اوسه پرې څو ځله تحقیقي پلټنې شويدي.
  • دابوهریره (رض) جومات: دا جومات د دوو تخته بیکو په منځ کې جوړ شوی، چې د قدامت دوره یې نادرخان ته رسیږي.
  • شمل حسن کوټ ګنبده: ددې تاریخي ګنبدې جوړونه د د احمد شاه بابا د واکمنی د ودانیز سبک باندې، چې هرم ډوله ده؛ جوړه شوي.
  • غازي ببرک خان کلا: دغه کلا د امیرعبدالرحمن خان دواکمنی پرمهال جوړه شوې او ددې زون د د اتلانو د قهرمانۍ ښکارندویي کوي.

همداشان مېلمه کوټ تاريخي باغ، د پرېم نګر په نوم د هندوانو او سيکهانو تاريخي کلی، د ګلزار اکا مشهور زيارت، مقتدا صیب زیارت، احد محمد زیارت، د امنيه قوماندانۍ جوړه شوي ډبرینه ودانۍ او د خوست ستر جامع جومات( محمدي جامع مسجد) هغه پام وړ ځايونه دي چې د فرهنګي قدامت ترڅنګ د سيلانيانو پام ور اړوي.

کلتور، دودونه، لباس او سلیقه 

خوست ولایت د کلتوري تنوع یوه بیله حوزه ده، چې مختلف نمونوي کلتور او دودونه لري او دغه پياوړي دودونه د وروڼو قومونو تر منځ د ورورولۍ او مينې فضا رامنځته کوي. بېلګې یې:

پګړې(اشرونه) چوغې، قومي جرګې، ملي اتڼ، د ودونو او اخترونو مېلې، د نوروز جشنونه

د خوست خلک هم د افغانستان د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په څېر، د غنمو ډوډۍ، پلوي وريژې، غوښې او سبزيجات ډېر کاروي، خو یوازينی او ځانګړی خوراک چې په خوست کې رواج دی؛ هغه ډنډکی (وریجې+می+ غوړي/شوروا) دی.

له راښکونکو متنوع او رنګيزو لباسونو او پوښاک رانيولې، تر دود پاله – عصريتوب، ښکلي شفاهي تعامل، زړه سوي، ملګرتيا پالنې، غم او ښادۍ پالنې، ځوانې شوخۍ او مشرې سنجيده ګي، سيلاني طبعې او طبعيت پالنې، زحمتکشۍ، خوراک، څښاک او د ولسي موسيقۍ تر مجلسونو او شپنيو بانډارونو پورې ټول هغه فرهنګي ارزښتونه دي چې د خلکو د فردي او ټولنيزې ازادۍ په محدوده کې پالل کېږي.

 په ټوله کې د وطنپالنې، بسياينې، د علمي ودې سيالي او د خوشال ژوند دپاره دوامداره مبارزه، هغه فرهنګي ارزښتونه دي چې د ښار په هره لاره کې په خپل ټول کیفيت ننداره کېږي. تورې، سپينې او ژېړې لونګۍ، نري پکولونه، ګردې او پرې کړې خولۍ، وطني کالي، څادر، واسکټ، بوټ او څپلۍ تر ډېره د مشرانو او منځي عمر د کسانو د لباس ځانګړنې دي. خو ځوان او کشر قشر بيا د لباس په برخه کې د دوديزو او عصري ارزښتونو داسې ښکلی امتزاج رامنځته کړی چې نه په کلي کې مطلق ښاري بلل کېږي او نه په ښار کې کليوال. دوديزې – رنګيزې جامې، خامک/ګلدوزي غاړې، د مشهورو کمپنيو قېمتي بوټونه، ساعت، تسبيح او سمارټ ټليفون په لاس، د رسمي لباس کورتۍ پر اوږو او په ورځينيو ډيزاينونو جوړ تور څلېدونکي وېښته هغه ځانګړنې دي چې خوستي ځوانان ترې پېژندلی شو.

 پوهنیز بهیر

په خوست کې د پوهنې بهیر په ډیرې چټکۍ سره پر مخ روان دی، چې د پوهنې ریاست د مسولینو د مالوماتو له مخې پدې ولایت کې د هلکانو او نجونو (۴۵۸)دولتي ښوونځي او (۱۲۵)خصوصي ښوونځي رسمي ثبت دي. شاوخوا(۳۳۹،۰۷۰)درې لکه نهه دېرش زره اويا زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او د نږدې (۸۷۲۶) نارینه او ښځینه ښوونکو لخوا ورته زده کړې ورکول کیږي. نږدې ۱۰۰ دینې مدرسې او  تر ۱۳۰ پورې د ساینسي مضامینو، انگلیسي ژبې، کانکور آماده گۍ، کمپیوټر زده کړو، خطاطۍ او رسامۍ کورسونه فعالیت لري.

همداشان په خوست کې ۱۵ د نیمه لوړو زده کړو انستیتیتونه او الحاقیې، د شیخ زاید پوهنتون، پاچاخان پوهنتون(چې تازه یې ولسمشر تشکیل منظور کړی) په دولتي چوکاټ کې فعالیت لري او ترڅنګ یې پنځه خصوصي پوهنتونونه(دعوت، پامیر، احمدشاه ابدالي، اسلامي او طلوع افتاب)  او تر لسو پورې د نیمه لوړو زده کړو موسسې (راؤفي انستيتيوت، حکيم تڼيوال انستيتيوت، سلام انستيتيوت، اریانا انستيتيوت، افغان انستيتيوت، ابدالي انستيتيوت….) د روغتیا، حقوقو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس او انګلیسي ادبیاتو په برخه کې د ځوان نسل په روزنه بوخت دي.

رسنیز بهیر

په خوست کې د ملي راډیو سربېره ۱۳ خصوصي راډيو ګانې (سولې پیغام، ولس غږ، هيلو کاروان، نن اف ام ،چنار، یون، هیلوکاروان،غرغښت، رڼا، ازمون، هوا، ژمن، ناز) د فعالیت ترڅنګ څلور تلویزیونونه (خوست ملي تلوېزیون، غرغښت، ژمن، زرغون) د مهال وېش سره سم نشرات کوي.

محبت، لپه، اوبه، زما ښار، چنار،  شپيزه، لوبغالی،  نصيحت جريده، دافغانستان تړون، امن، پامير پوهنيزه مجله، ژوند، د شېخ زايد پوهنتون علمي مجله،د مزل، بېړۍ، ګام، الماس، زانګو، ازانګه، غږ، الوېښ، غومبسه،  اسلام غږ، مجاهد غږ، ځوان ځواک، زلمى، پرمختګ، مستربل، نوى ګام او يو شمېر نورې چاپي خپرونې په وخت سره فعالیت ترسره کړی/ ترسره کوي. لومړنۍ اخبار د غازي په نوم په ۱۲۹۸ کال خوست کې چاپ شو او ورځپاڼه د برېښنا په نوم وه، چې په خوست کې یې په خپرونو پيل وکړ.

کرنه او مالداري

خوست د معتدلې هوا او مونسوني اقلیم په درلودلو سره د ژوند د ډېرو چارو لپاره پراخه لمنه لري او هر موسم یې د کار او روزګار دپاره برابر دی. د بحر سطحې څخه په (۱۱۴۶) لوړوالی لري او د اورښت کلنی اندازه یې (۵۸۲) ملي متره ده. ځمکه یې دوه فصليزه ده  چې غنم، جوار، وريجې، مۍ، سوابین، ګنی، ممپالي او نور حبوبات د خوست خلکو عمده کرنيز محصولات دي.

خوست چاپېره پر ځنګلونو پوښل شوي غرونه لري، چې د تڼيو، ګربزو، منګلو، ځاځي ميدان او ځدراڼو ځنګلونه د نمونې په ډول یادولی شو  او یاد ځنګلونه د جلغوزیو، نښترو، لمنځې، څيړۍ، سرپ، ګورګورې او زيتون ونې لري.

چارمغز، جلغوزي، بادام، زردالو، الوچې، مڼې،نارنج، لیمو، امبلوک، ګورګورې، هندواڼې او داسې نورې موسمي میوې لري او د سبزیجاتو په برخه کې د نورو ولایتونو په څېر سړ سېره او ګرم سېره سبزیجات پکې تولیدیږي؛ بنجان، بنډۍ، کچالو، تور بنجان، ګولپی، ګازرې…. چې د نږدې ولایتونو او خیبرپښتونخوا ته ترې صادریږي. پدې ولایت کې د زعفرانو کښت او عسل (بګینه) ځانګړي پایله ورکړیده، چې د ګربزو زعفران خاص کاروونکي او شهرت لري.

د مالدارۍ په برخه کې هم خوست د شنو ورشوګانو په لرلو او کلیوالي سیمو کې د حیواناتو ساتنې ته ځانګړی ځای شتون لري او همداشان د لیوالتیا په اساس زراعتي فارمونه جوړ شوي، چې په ورځني ډول شیدې، مستې، پنیر او نور توکي تولیدوي.

سوداګري، پانګونه او صنعت

خوست یو سرحدي، ترانزیټي، صنعتي، کرنیز او سوق الجیشي ولایت دی، چې د جنوب ختیځ زون د ځمکې (غلام خان بندر) او هوا (د خوست نړیوال هوايي ډګر) له لارې له نړۍ سره نښلولای او د تولیداتو لپاره یې د نړیوال بازار د څلور لاري په توګه رول لوبولای شي.

خلک یې زحمت ایستونکي دي، چې د مهاجرتونو څخه یې خلیج هیوادونو ته د مزدوۍ دپاره مخه کړه او د هغه پایله ده، چې خوست ته د وړوکي کوېټ خطاب کیږي. خوست په حلالو پېسو جوړ شوی ښار لري، چې د رغوونې زیاته فیصدي یې خصوصي سکتور او متشبثین تشکیلوي. د نورو هېوادونو څخه راتلونکې پیسې همدلته په مصرف رسیږي، چې د بېلګې په ډول یې لوړ پوړیزي ودانۍ، خواجه متون تپې نمرې، داخلي مارکیټونه، د ازادۍ مینې ۱۲ سوه فامیلۍ، څارنکوټ پروژه او د استادانو ښارګوټی یادولی شو.

د نوي دورې په راتګ سره د سوداګرۍ ترڅنګ صنعت د پام وړ پرمختګ کړی او دا مهال نږدې ۲۳۰ وړې او لویې فابریکې، چې مختلف رغنیز، خوراکي، پوښاکي، زینتي او نور مواد تولیدوي. دې ولایت ته د وارداتي برېښنا په راتګ او صنعتي پارک په جوړیدو سره لرې نه ده، چې د یوه صنعتي ښار بڼه خپله کړي.

د دوه اړخیزو همکاریو برخه

خوست د نورو هېوادونو د ولایتونو/ښارونو سره رسمي دوه اړخیزې هوکړې نلري، خو داچې زیات مسافر یې په خلیجي او اروپایي هیوادونو کې مېشت دي، نو د دوی له تجربو څخه د خپل ولایت په رغوونه، تنظیم او ښکلا کې ګټه اخلي او داخل کې د میمنې ښار سره د دوه اړخیزو همکاریو برنامه (ښاري خورګلوي) لري.

اعلانونه
د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

د صفایي محصول اړوند خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

خوست ښاروالۍ خبرتیا!

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاروالۍ خبرتیا

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور د دودولو کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د ښاري کلتور دودنې اتم شمېره کمپاین

د هوا وړاندوینه
09:00 ق‌ظ
لمر

12:00 ب‌ظ
لمر

03:00 ب‌ظ
لمر

09:00 ب‌ظ

Patchy rain nearby

Sunny

لمر

Sunny

لمر

د خوست ښاروالي

د افغانستان اسلامي جمهوريت
دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د خوست ښاروالي ، د خوست ولایت

0093774313314

info@khost-m.gov.af

ښاروالي
  • په اړه
  • د اړیکې شمیره
اعلانونه
  • د دندې اعلانونه
  • داوطلبي
لینکونه
  • د شکایتونو ثبتول
  • د معلومات مدیریت سیسټم
  • د مالي مدیریت سیسټم

۱400 ټول حقونه د خوست ښاروالۍ لپاره خوندي دي